د یکشنبې په ورځ د میانمار په شمال کې یوې چاودنې لسګونه کسان ووژل. د سیمې کنټرول لرونکي یاغیان وايي، دا پېښه د کانونو ایستلو لپاره د کاریدونکو چاودېدونکو توکو د ناڅاپي چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د شان ایالت په "نامکان" ولسوالۍ کې، چېرته چې دا چاودنه شوې، د ژغورنې د ډلې یو تن غړي ویلي وو چې پدې پیښه کې د ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه ډېر نور ټپیان دي.
بل ژغورونکي بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ تنه ښودلی دی. دواړو ژغورونکو د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې دي.
میانمار له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې پوځ په یوه کودتا کې واک ترلاسه کړ، په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی. د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د ډیموکراسۍ پلوه چریکانو او د پیاوړو توکمیزو لږکیو له وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.
د "ټا انګ ملي ازادۍ پوځ" ، چې د هېواد یو له خورا پیاوړو توکمیزو وسله والو ډلو څخه ده، ویلي چې دا "ناڅاپي چاودنه" د هغو چاودېدونکو توکو له امله شوې چې په کانونو او د ډبرو په ماتولو کې کارول کېدل. دغه چاودنه د یکشنبې په ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د شان ایالت په نامکان ښارګوټي کې شوې چې په ترڅ کې یې "ګڼ شمېر ځايي کلیوال" وژل شوي دي.
یادې ډلې د تلفاتو کره شمېره نه ده ښودلې.
یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا چاودېدونکي توکي د دوی د اقتصادي څانګې اړوند وو او د چاودنې دقیق لامل تر پلټنې لاندې دی.






















