نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د میسوري ایالت د لویو لارو پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې دا پېښه بټلر میموریل هوایي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.


د میسوري ایالت د لویو لارو پولیسو ویلي، د امریکا په میسوري ایالت کې بټلر میموریل  هوایي ډګر ته نږدې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ټول ۱۲ سپاره کسان وژل شوي دي.

د میسوري ایالت د لویو لارو پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې دا پېښه بټلر میموریل هوایي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.

دغې ادارې پر ایکس (پخواني ټویټر) په یو پوسټ کې لیکلي: "اوسني راپورونه ښيي چې ټول سپاره کسان (ټولټال ۱۲ تنه) له منځه تللي وي.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه شخصي الوتکې ۱۱ پراشوټ وهونکي او یو پیلوټ لېږدول، چې له الوتنې وروسته د نامعلوم دلیل له امله بېرته وګرځېده او یوې لویې لارې ته نږدې ولوېده. د دغې پېښې له امله چارواکي اړ شول چې لاره وتړي.

ایالتي پولیس، سیمه ییز پولیس او د بېټس کاونټي  د پولیسو دفتر دا مهال د پېښې ځای مدیریت کوي.

د پولیسو دفتر ویلي چې چارواکو هوایي ډګر ته نږدې د "بزنس ۴۹" (Business 49) سړک دواړه لوري د "نامعلوم وخت لپاره" تړلي دي.

د هوانوردۍ فدرالي ادارې  تر اوسه د دې وژونکې پېښې د لامل په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

بټلر د میسوري ایالت له کینساس سیټي  څخه شاوخوا ۹۶ کیلومتره سویل ته پروت ښار دی.

وپلټۍ
اردوغان: سیمه پر ایران د بریدونو «درنه اقتصادي بیه» پرې کوي
ایران وايي له امریکا سره هوکړه تر بل هر وخت نږدې ده؛ ټرمپ پرې سختې نیوکې وکړې
اکسفام:۲۰۲۳ کال راهیسې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د تیرو ۱۷ کلونو په پرتله ډیر فلسطینیان وژل شوي
ایران خبرداری ورکړ چې د انرژۍ پر مرکزونو د امریکا بریدونه کولی شي 'نه ختمیدونکی بحران' رامینځته کړي
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
اردوغان:د تورکیې سرې میاشتې د خپلو نړیوالو بشري هڅو له امله په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړی
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود