د ایران پوځ اعلان وکړ چې دا عملیات د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
ایران په بحرین کې د امریکا د اردو د 'صخیر' (Sakhir) هوایي اډه، چې کشفي الوتکې او چورلکې پکې مېشتې دي، د کامیکازي (ځانمرګو) بې پیلوټه الوتکو په واسطه د بریدونو نه خبر ورکړی دی.
د ایران د پوځ لخوا په خپره شوې لیکلې راغلي دي چې دا بریدونه د امریکا د بریدونو په ځواب کې د یوولسم پړاو عملیاتو په ترڅ کې پر هغې اډې شوي چې په بحرین کې د امریکایي ځواکونو لخوا کارول کیږي.
وړاندیز شوي
په اعلامیه کې راغلي: "د دښمن د هغو دښمنانه کړنو په ځواب کې چې ښاري بنسټونه او بې ګناه خلک یې په نښه کړي، د ایران اردو د 'تندر' عملیاتو په یوولسم پړاو کې، په بحرین کې د صخیر په اډه کې د ترهګر امریکایي پوځ چورلکې او P-8 کشفي الوتکې د 'آرش' ویجاړونکو بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې."



















