د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د پردو پالو (استبدادي) ځواکونو یا ترهګریزو سازمانونو په وړاندې تسلیم نشي.
فیدان د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې وویل چې د جولای ۱۵مه هغه ورځ وه چې تورکیې نړۍ ته اعلان کړه چې د دوی ملي اراده به "هیڅ کوم پردي پال ځواک، خاینې شبکې، یا تورې دسیسې" ته سر ټیټ نه کړي.
هغه وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریزې ډلې د کودتا هڅه د "ولسمشر رجب طیب اردوغان د هوډمنې مشرۍ، د ملت د بې ساري زړورتیا او د دولت د ټینګ عزم" له امله شنډه شوه.
فیدان وویل هغو کسانو چې باور یې درلود ټانکونه، وسلې او ګواښونه به د تورکیې ولس غلی کړي، د هغو ملیونونو خلکو له خوا ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ شو چې د هیواد دفاع لپاره واټونو ته راوتلي وو. هغه زیاته کړه: "هغه شپه چې د یووالي او پیوستون کومه روحیه وښودل شوه، د تورکیې په وړاندې یې (د دښمنانو) ټولې محاسبې له خاورو سره خاورې کړې."
نوموړي همداراز وویل چې د تورکیې د امنیت، خپلواکۍ او عامه امنیت په وړاندې د ګواښونو پر ضد مبارزه په هیواد کې دننه او بهر په ورته هوډ سره دوام لري. فیدان ټینګار وکړ: "موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې دغه خاین ترهګریز سازمان په کوم بل هیواد، اداره یا جوړښت کې خوندي پناه ځای ومومي."
د بهرنیو چارو وزیر د کودتا د هڅې پر مهال د شهیدانو یادونه وکړه، له غازیانو یې مننه وکړه او ټول ملت ته یې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې مبارکي وویله.
















