نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د سه شنبې په ورځ د روسیې په سویلي سیمه "کراسنوډار" کې د یوه ډرون الوتکې د پاتې شونو راغورځېدو یو کس ټپي کړی او په یو تېل چاڼځای کې یې اور لګولی دی؛ ځايي چارواکي دا د اوکراین له خوا برید بولي.
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون الوتکو پاتې شونو په یو تېل چاڼځای کې اور لګولی دی

روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون الوتکو پاتې شونو په یو تېل چاڼځای کې اور لګولی دی
د روسیې ځايي چارواکي وايي، د شپې ناوخته برید د استوګنې ودانیو ته زیان اړولی دی.

د سه شنبې په ورځ د روسیې په سویلي سیمه "کراسنوډار" کې د یوه ډرون الوتکې د پاتې شونو راغورځېدو یو کس ټپي کړی او په یو تېل چاڼځای (ریفاینري) کې یې اور لګولی دی؛ ځايي چارواکي دا د اوکراین له خوا برید بولي.

سیمه ییزو چارواکو په ټیلیګرام کې ویلي چې دغو پاتې شونو د "افیپسکي"، "سمولینسکایا" او "کوالینکو" په کلیو کې کورونو ته هم زیان اړولی دی. د چارواکو په وینا، د ریل ګاډي په یوه تمځای کې یوې ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی. اوکراین تر اوسه د روسیې د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې د دفاع وزارت په ټیلیګرام کې ویلي چې هوايي دفاعي سیسټمونو یې د شپې په اوږدو کې د الحاق شوې کریمیا په ګډون په بېلابېلو سیمو، او د ازوف او تورې بحیرې په فضا کې ۲۸۸ اوکرایني ډرون الوتکې شنډې او ویجاړې کړې دي.

وزارت زیاته کړې چې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یې نظامي اهداف او د اودیسا په سویل لوېدیځه سیمه کې یې د بندر تاسیسات ویشتلي دي. د وزارت په وینا، د "یوژني" په بندر کې د اوکرایني ځواکونو د تېلو د زېرمو تاسیسات هم په نښه شوي دي.

بل خوا، د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هیواد په شمال، سویل، ختیځ او مرکز کې ۷ توغندي او ۱۰۸ ډرون الوتکې راغورځولې دي.

اوکرایني بریدونه او د تېلو کمښت
د انرژۍ د مطالعاتو د اکسفورډ انسټیټیوټ د یو راپور له مخې، د روسیې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د اوکراین د ډرون بریدونو لړۍ د روسیې د تېلو د چاڼ کولو ۸۱ سلنه وړتیا ګډوډه کړې، چې ورسره په تېرو ۲۱ کلونو کې د تېلو د تولید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې ده.

په ۲۰۲۶ کال کې اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې له ۳۴ چاڼځایونو څخه ۲۴ په نښه کړي دي. د راپور له مخې، د جون تر نیمایي پورې د روسیې نږدې دریمه برخه د تېلو چاڼولو وړتیا له کاره لوېدلې وه.

پر روسي چاڼځایونو د بریدونو شدت مسکو اړ کړی چې د کورني بازار د ثبات لپاره وخت په وخت محدودیتونه ولګوي. د جولای تر لومړیو پورې، د تېلو کمښت د روسیې تر ۴۰ ډېرو سیمو ته غځېدلی، چې چارواکي یې پر خرڅلاو د محدودیتونو لګولو ته اړ کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې د روسیې د انرژۍ پر بنسټونو د اوکراین بریدونو د تېلو له کمښت سره مرسته کړې، خو ټینګار یې وکړ چې وضعیت لا هم تر کنټرول لاندې دی.

 

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې