د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي بنسټ وايي، ایراني چارواکو د هغې د بند سزا وروسته له هغه وځنډوله چې هغه په زنجان ښار کې لس ورځې په روغتون کې بستر وه او هغه یې په "قوي ضمانت" خوشې کړه.
ایراني چارواکو د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي د د روغتیايي وضعیت د خرابیدو او د اندېښنو له زیاتېدو له امله د ضمانت په بدل کې خوشې کړې، او د هغې د بنسټ په وینا، هغه د تهران روغتون ته لیږدول شوې ده.
“د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي، وروسته له دې چې د زنجان په ښار کې ۱۰ ورځې په روغتون کې بستر وه، د قوي ضمانت په بدل کې د بند سزا یې وځنډول شوه.”
بنسټ د ایکس له لارې ویلي چې د امبولانس له لارې د هغې لیږد بشپړ شوی، او هغه اوس د تهران پارس روغتون کې ده ترڅو د خپل طبي ټیم لخوا يي درملنه وشي.
په بیان کې د هغېد مدافع وکیل مصطفی نیلي له قوله ویل شوي چې نرګس د یکشنبې په ورځ د زنجان له روغتون څخه خوشې شوه، وروسته له هغې چې چارواکو د درملنې لپاره د هغې د بند سزا وځنډوله.
بنسټ د نیلي له قوله ویلي، هغه د امبولانس له لارې د تهران پارس روغتون ته لیږدول شوې او هلته بستر شوې ده.
د نرګس خاوند، تقي رحماني، چې په پاریس کې مېشت دی، هم په ایکس کې تایید کړې چې هغه د پارس روغتون ته انتقال شوې ده.














