منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
سعودي عربستان خبر ورکړی چې له عراق څخه د بې‌پيلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه د دغه هېواد د ختیځ-لوېدیځ د تېلو پر نل‌لیکه برید شوی دی.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ریاض-مدینې په سیمه کې د څو ډرون الوتکو له لوري پر نښه شوې نل‌لیکې ته د اوښتي زیان د رغولو هڅې روانې دي. په خبرپاڼه کې دغه برید چې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو سبب شوی، په کلکو ټکو غندل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د عراق لومړي وزیر علي الزېدي له خپل هېواد څخه پر سعودي عربستان او ګاونډیو هېوادونو د بریدونو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کولو په موخه، د عراقي حکومت لپاره د وخت او فرصت ورکولو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، سعودي عربستان د دغې غوښتنې له مخې بالمثل غبرګون نه ښودل او د عراق د حکومت د هڅو ملاتړ غوره کړی، خو ټینګار یې کړی چې د خپل حاکمیت، امنیت، تاسیساتو او اتباعو د خوندیتوب لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د اخیستلو حق له ځان سره خوندي ساتي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت دمخه خبر ورکړی و چې د ختیځ-لوېدیځ د تېلو نل‌لیکه د سپتمبر پر ۱۰مه د ډرون بریدونو له امله د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې تړل شوې او په پېښه کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

 

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي