د امریکا کې CBS News رسنۍ د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په اردن کې د امریکا پر "موفق السلطي" هوایي اډې باندې د سپتمبر د ۸مې او ۹مې ترمنځ شپه کې د ایران په بریدونو کې ۸ امریکايي الوتکو ته زیان اوښتی دی.
سرچینو د دې ادعا په کولو سره چې په دغه برید کې د امریکا شاوخوا ۸ "F-15" جنګي الوتکو زیان لیدلی، وویل چې زیانونو کچه کمه وه او الوتکې بېرته الوتنې ته چمتو شوې دي.
همدا راز، سرچینو د دې خبر په ورکولو سره چې د "Warthog" په نوم د ۱ دانې "A-10 Thunderbolt" بریدګرې الوتکې وزر هم مات شوی، زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې هیڅ امريکايي سرتیری ندی وژل شوی.
همداشان ځیني امریکايي رسنیو پدې بریدونو کې د ګڼشمیر امریکایي سرتیرو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړی دی. رسنیو ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت د ټپیانو شمیره پټه کړې .
دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې امریکا د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ پر یوه امريکايي سمندري واحد د ایران د برید په ځواب کې یې د ایران ۵ د تېلو ټانکرونه ویشتلي دي.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو وروسته خبر ورکړ چې پر ۸ ټانکرونو، ۲ جنګي بېړیو او په اردن کې د امریکا پر اډې یې بریدونه کړي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په اردن کې مېشتو امريکايي ځواکونو د ایران د بریدونو پر وړاندې د دفاع په موخه له ۳۰ څخه ډېر د پېټریوټ (Patriot) توغندي توغولي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته شول چې امريکايي چارواکو د پېټریوټ توغندیو د په چټکۍ سره کمېدونکو زیرمو او د نورو دقیق (نازک لارښود) مهماتو د کچې د ټیټېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.
















