د روان اوربند سره سره د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو لخوا د غزې په شمال کې د بیت لاهیا سیمه کې پر یوه کور په هوايي برید کې د یوې کورنۍ څلورو تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړ .
یوه روغتیاپالې سرچینې انادولو اژانس ته وویل چې د بیت لاهیا پروژې په سیمه کې د احمد کورنۍ د یوه کور له ویشتل کېدو وروسته، څلور مړي د غزې ښار شفا روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینې زیاته کړه چې په برید کې نور کسان هم ټپیان شوي او ګڼ شمېر کسان د ویجاړیو تر لاندې ورک دي.
بل خوا، د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې پر سهار د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ کې د اسرائيلي پوځي وسایطو او بې پیلوټه الوتکې (ډرون) لخوا د بېځایه شویو کسانو پر پناه ځایونو او خېمو له ډزو وروسته څو تنه ټپیان الشفا روغتون ته وړل شوي دي.
د اسرائيلو جیټ الوتکو همدا راز په کمپ کې د کمال عدوان روغتون ته نږدې هوايي برید وکړ.
سربېره پر دې، د اسرائيلو جنګي بېړیو د خان یونس ساحلي اوبو کې او د غزې د مرکز په ختیځو سیمو کې درانده بریدونه کړې دي.
نوموړي بریدونه پدې معنی دي چې اسرائيلو یو ځل بیا هغه اوربند نقض کړی دی چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی.
د اسرائيلو پوځ د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په خپل نسلوژونکي جنګ کې له ۷۳,۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۴,۰۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړي دي؛ دغه جنګ د غزې زیاتره ملکي بنسټیزې پروژې ویجاړې کړې یا یې سختې زیانمنې کړې دي.
















