د یونان د ګاوډوس (Gavdos) ټاپو ساحل ته نږدې د غیرې قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱ تن ژوند د دلاسه ورکړی او ۲۵ نور لادرکه شوي دي.
د یوناني رسنیو د راپورونو له مخې، پدې کښتۍ چې ۷۷ تنه ناقانونه کډوال سپاره ول د کرېټ (Crete) ټاپو په سویل کې د ګاوډوس ټاپو ترڅنګ ډوبه شوې ده.
د پيښې نه وروسته په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل شي دي.
د عملیاتو په لاړ کې ۵۱ تنه ژوندي ژغورل شوي خو ۲۵ تنه لا درکه دي.
وړاندیز شوي
همداشان د یو تن مړی موندل شوی دی.
د لا درکه کسانو د موندولو په موخه د پلټنې عملیات دوام لري.



















