په اسرائیلو کې خپرېدونکې د کالکالیست (Calcalist) اقتصادي ورځپاڼې په یوه مقاله کې اشارې شوې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په واشنګټن او عربي نړۍ کې د تورکیې د نفوذ ساحه په خورا ښکاره توګه پراخه کړې ده.
په مقاله کې راغلي: «اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه داسې فعال بدله کړې چې شتون یې نادیده نیول سخت دي؛ او د اسرائیلو لپاره په سیمه ییزه کچه پر یوه داسې سیال او سیالیز ځواک اوښتې چې نفوذ یې مخ په ډېرېدو دی.»
په مقاله کې ټینګار شوی چې د تل ابیب او انقرې ترمنځ اړیکې سږ کال هم مخ په خرابهېدو پاتې شوې، او په اقتصادي، سوداګریزو او هوایي برخو کې نږدې بشپړ پرېکون رامنځته شوی دی. مقالې د تورکیې د سوداګرۍ وزارت هغو ارقامو ته اشاره کړې چې ښیې له اسرائیلو سره مستقیمه سوداګري د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې صفر کچې ته ټیټه شوې ده.
سربېره پر دې په لیکنه کې زیاته شوې: «ولسمشر اردوغان روان کال په سیمه ییز ډګر کې پر خورا پیاوړي مقام او د اسرائیلو پر وړاندې په ډېر سخت او مخالفت لرونکي دریځ کې پای ته رسوي.»
د تورکیې او اسرائیلو ترمنځ شخړه د سوریې ډګر ته پراخه شوه
په راپور کې ویل شوي چې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د تاوتریخوالي پام له هغې غزې پټۍ څخه چې لسګونه زره فلسطینیان پکې وژل شوي، د سوریې ډګر ته هم غځېدلی دی.
په مقاله کې راغلي چې په انقره کې دا لیدلوری واکمن دی چې د سوریې پر امنیت د اسرائیلو بریدونه ترکیې ته هم مستقیم ګواښ رامنځته کوي.
لیکنه زیاتوي چې ترکیه د ۲۰۲۴ کال په دسامبر کې د اسد رژیم له سقوط وروسته د سوریې پر «یو اصلي حامي او ملاتړي» بدله شوې، انقره د دمشق له ادارې سره په امنیتي برخه کې همکاري کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې سوداګریزې ادغام هڅې کوي؛ ترڅو په دوو کلونو کې له سوریې سره د سوداګرۍ کچه ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.
تورکیې په واشنګټن او عربي نړۍ کې خپله نفوذي ساحه پراخه کړه
ورځپاڼې ټینګار کړی چې ولسمشر اردوغان په واشنګټن او عربي نړۍ کې د ترکیې اغېز او واک پراخ کړی دی. په مقاله کې یادونه شوې چې انقره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه د غزې د سولې شورا له بنسټ ایښودونکو څخه شوه، او له پاکستان او سعودي عربستان سره یې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د امریکا او تورکیې ترمنځ نږدې اړیکو ته په اشارې، مقالې یادونه کړې چې ولسمشر ټرمپ د جولای پر ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون کړی و.






















