پوځ اعتراف کوي چې د حزب الله لخوا د جګړې د تګلارې له بدلون او د شمالي ښارونو پر لور د لسګونو راکټونو له توغولو وروسته، دوی حیران او غافلګیره شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په جنوبي لبنان کې د تل ابیب د عملیاتو له پراخېدو وروسته، په شمالي اسرائیل کې د وضعیت د ارزونې لپاره له امنیتي چارواکو سره یوه بیړنۍ ناسته کړې ده.
دیارلسم چینل (Channel 13) راپور ورکړی چې نتنیاهو دا بیړنۍ امنیتي ارزونه د دفاع وزیر اسرائیل کاټز، د پوځ لوی درستیز ایال زمیر او په شمال کې د پوځي قوماندانانو سره ترسره کړه.
په راپور کې ویل شوي: "اسرائیلي پوځ د راکټي بریدونو د کچې او په جنوبي لبنان کې د اسرائیلي ځمکنیو عملیاتو په غبرګون کې د حزب الله لخوا د ډزو د پالیسۍ په بدلون حیران شوی دی."
یاد راپور زیاتوي چې د شنبې په ورځ له لبنان څخه پر شمالي سیمو لسګونه راکټونه توغول شوي او د اپریل د ۱۷مې له اوربند وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه راکټونه د "صفد" او "نهاریا" ښارونو ته رسېږي. راپور دا هم ویلي چې "په شمال کې بشپړ ګډوډي او بې کنټروله وضعیت واکمن دی، خو حکومت ورته پاملرنه نه کوي."
د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) ګواښ
په یوه اړونده پرمختګ کې، د اسرائیل پوځي راډیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د نازک اوربند له پیل راهیسې په شمالي سیمو کې د خطر زنګونه (Sirens) ۱۰۹۹ ځلې وهل شوي دي.
حزب الله ویلي چې دوی د "نتوا" سیمې ته نږدې پر اسرائیلي سرتېرو او په "جلیل" ځنګل کې پر یوه نظامي کمپ د ډرون بریدونه کړي دي. په وروستیو اونیو کې د حزب الله بې پیلوټه الوتکو په اسرائیل کې جدي اندېښنې راپارولي دي. نتنیاهو دا الوتکې یو "لوی ګواښ" بللی، ځکه چې د هغوی کشفول او ویشتل ستونزمن دي.
اسرائیل په لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، سره له دې چې د مې له ۱۷مې څخه د ۴۵ ورځو لپاره د امریکا په منځګړیتوب اوربند شوی و. د لبنان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مارچ له ۲مې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې په لبنان کې له ۳۳۷۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.




















