نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د جرمني په وړاندیز اوکراین ته د رایې ورکولو له حق پرته په اروپایي ټولنه کې د لنډمهاله ګډون وړاندیز شوی، خو ولسمشر زیلینسکي ټینګار کوي چې د بشپړ غړیتوب حقونه اړین دي.
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
Zelenskyy

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې اوکراین ته د دغې ټولنې د "شریک غړي د حیثیت ورکولو په اړه د جرمني وړاندیز "غیر عادلانه" دی، ځکه چې دا به کییف په دې بلاک کې له غږ (رایې ورکولو) پرته پرېږدي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریش ميرز وړاندیز کړی چې اوکراین ته دې د بشپړ غړیتوب په لور د یوې لنډمهاله مرحلې په توګه د رایې ورکولو له حق پرته د اروپایي ټولنې په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي. ميرز وویل چې دا کار له روسیې سره د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې په برخه کې مرسته کولی شي.

په ځواب کې، زیلینسکي په خپل لیک کې چې د جمعې په ناوخته لېږل شوی، وویل چې تېره میاشت په ټاکنو کې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان لیرې کېدل — چې د اوکراین د غړیتوب سخت مخالف و د غړیتوب په خبرو کې د پام وړ پرمختګ لپاره فرصت رامنځته کړی دی.

زیلینسکي په خپل پیغام کې وویل: "دا به د اوکراین لپاره غیر عادلانه وي چې په اروپایي ټولنه کې شتون ولري خو بې غږه پاتې شي. اوس وخت مناسب دی چې د اوکراین د بشپړ او مانا لرونکي غړیتوب لپاره ګامونه پورته شي."

زیلینسکي د جګړې پر مهال له اروپایي مشرانو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې د دغې ۲۷ هیوادیزې ټولنې لپاره د یوې قوي دفاعي کرښې یا سپر په توګه کار کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ د اروپا دفاع کوو په بشپړ ډول، نه په جزوي توګه او نه هم په نیمګړو اقداماتو سره. اوکراین په اروپا کې د عادلانه چلند او مساوي حقونو مستحق دی."

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
اردوغان له ټرمپ سره په تلیفوني اړیکه کې د ایران د اوربند د غځولو هرکلی وکړ
د څو مهمو خبرونو لنډیز
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په سویل کې په قنیطره کې په وروستۍ چاپه کې دوه سوریایي وګړي تښتولي دي
د بلجیم سمندري ځواکونو د شمالي بحیرې د څارنې لپاره بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړه
د سویلي کوریا ولسمشر د نتنیاهو د نیولو د حکم پر عملي کولو د غور غوښتنه وکړه
ایران خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو نوی برید کولی شي جګړه له سیمې بهر پراخه کړي
روسیه او چین د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ او نړیوالې همکارۍ په برخو کې ۲۰ سندونه لاسلیک کړل
اروپایي ټولنه له امریکا سره د سوداګریزې معاملې د نهایي کولو لپاره هوکړې ته ورسېده