د سویلي کوریا ولسمشر، لي جای میانګ د چهارشنبې په ورځ وویل چې سیول باید د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د نیولو د حکمونو په اړه غور وکړي. هغه په ورته وخت کې د اسرائیلي پوځ لخوا د غزې په لور د مرستو د هغې کښتۍ نیول په کلکه وغندل چې سویلي کوریایي فعالان په کې سپاره وو.
د "چوسن ډیلي" (The Chosun Daily) د راپور له مخې، لي د کابینې په یوه غونډه کې د "ګلوبل صمود کاروان د درولو قانوني بنسټ تر پوښتنې لاندې راوست او ویې پوښتل چې ایا دا کښتۍ د اسرائیلو ساحلي اوبو ته ننوتې وه او که یې کومه پېژندل شوې پوله تر پښو لاندې کړې وه؟
هغه وویل: «نږدې ټولو اروپایي هېوادونو د نتنیاهو د نیولو حکمونه صادر کړي او اعلان یې کړی چې که هغه د دوی خاورې ته ننوځي، وبه یې نیسي. موږ باید پر دې موضوع هم غور وکړو.»
هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه نړیوال معیارونه شتون لري، مګر اسرائیل دا ټول تر پښو لاندې کوي. دوی باید پر اصولو ولاړ وي؛ موږ دا حالت د ډېر وخت لپاره زغملی دی.»
لي وویل: «د هغو کښتیو د نیولو یا ډوبولو قانوني بنسټ څه دی چې زموږ هېوادوال په کې سپاره دي او غزې ته د رضاکارانه مرستو لپاره ځي؟ ایا د نړیوالو قوانینو له مخې پر غزې د اسرائیلو برید او اشغال غیرقانوني نه دی؟»
په ځواب کې، د ملي امنیت سلاکار "وي سونګ لاک" وویل: «دا موضوع څېړنې ته اړتیا لري... دا جګړه د حماس لخوا پر اسرائیلو له برید او د نږدې ۲۰۰۰ کسانو له وژلو وروسته پیل شوه، چې په پایله کې یې اسرائیل پر سیمه پوځي کنټرول ولګاوه.»
له دې وروسته لي وپوښتل چې ایا غزه د اسرائیلو خاوره ده؟ وي په ځواب کې وویل: «دا د اسرائیلو خاوره نه ده.»
لي وویل: «ایا موږ باید اعتراض ونه کړو؟ ایا د جګړې پر مهال هم د دریم هېواد کښتۍ نیول کیدی شي؟ دا یوازې د قانون خبره نه ده، بلکې د عادي عقل خبره ده، سمه ده؟»
د اسرائیلي سمندري ځواکونو لخوا پر نیول شویو کښتیو کې دوه سویلي کوریایي وګړي سپاره وو. دا کاروان چې له ۵۰ څخه ډېرې کښتۍ په کې وې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې د مارماریس له سیمې څخه حرکت کړی و ترڅو هغه کلابندي ماته کړي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې لګول شوې ده.
تنظیم کوونکي وایي چې په دې ماموریت کې ۴۲۶ کسانو برخه اخیستې وه، چې په هغو کې ۹۶ ترکي فعالان او د امریکا، جرمني، استرالیا، بحرین، برازیل، الجزایر، اندونیزیا، مراکش، فرانسې، سویلي افریقا، بریتانیا، ایرلنډ، اسپانیا، ایټالیا، کاناډا، مصر، پاکستان، تونس، عمان او نیوزیلینډ په ګډون د ۳۹ نورو هېوادونو ګډونوال شامل وو.
دا لومړی ځل نه دی چې دا کاروان تر برید لاندې راځي. اسرائیلي ځواکونو د اپریل د ۲۹مې او ۳۰مې ترمنځ د شپې لخوا هم د یونان د کریټ ټاپو ته نږدې پر همدې کاروان برید کړی و.
























