دا ډرون به د جولای تر نیمایي پورې د غیرقانوني کب نیونې، ککړتیا، سمندري خوندیتوب او ژغورنې عملیاتو څارنه کوي.
د بلګا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې بلجیم د شمالي بحیرې د څارنې لپاره د جولای تر نیمایي پورې یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون په دنده وګومارله.
د سمندري او ساحلي خدماتو د ادارې غړې، ناتالي بالکین وویل: «د دې ټیکنالوژۍ له برکته موږ کولی شو ډېر په چټکۍ او دقت سره عمل وکړو.»
چارواکو وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه به د "لومبارډسیډ" له پوځي اډې څخه فعالیت کوي او په سیمه کې به د سمندري فعالیتونو د څارنې لپاره وکارول شي.
د راپورونو له مخې، دا ډرون به د غیرقانوني کب نیونې، د ناپیژندل شویو کښتیو د موندلو، سمندري ککړتیا، د کډوالو د حرکتونو د څارنې او همدارنګه د لټون او ژغورنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره وکارول شي.
د سمندري ژغورنې او همغږۍ مرکز رئیس، ډریس بوډټس WTV" شبکې ته وویل چې دا سیسټم کولی شي د ژغورنې د چارو موثریت زیات کړي، ځکه چې دا اصلي ژغورونکو ډلو ته اجازه ورکوي چې یوازې د ژغورنې پر عملیاتو تمرکز وکړي.
دا ډرون په تېلو چلیږي او کولی شي تر شپږو ساعتونو پورې په هوا کې پاتې شي. دا الوتکه په خرابو هوايي شرایطو کې د الوتنې وړتیا لري او په ژوندۍ بڼه انځورونه چمتو کولی شي.
بلجیم دا ډرون د اروپا د سمندري خوندیتوب ادارې څخه په پور اخیستی دی. دا په پرله پسې ډول دریم کال دی چې دا الوتکه کارول کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د بلجیم له خاورې فعالیت کوي. له دې وړاندې به دغه ډرون له فرانسې څخه خپل فعالیت کاوه.
د بلګا د راپور له مخې، تېره اونۍ د فرانسې او هالنډ له ساحلي ساتونکو سره په دې برخه کې ګډ تمرینونه هم ترسره شوي
























