په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو د امنیت په اړه یو ګډ خبرداری خپور کړی او امریکایي اتباعو ته یې د رخصتیو موسم په رانږدې کېدو سره د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په لندن کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې، چې بریتانیا او د اروپا نورې برخې رانغاړي، ویلي: "امریکایي اتباع باید د خپل شاوخوا چاپېریال په اړه هوښیار واوسي او د خپل شخصي امنیت او د وضعیت د څارنې لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي."
په خبرداري کې ویل شوي چې لویې غونډې او عامه مراسم ښايي "د ترهګرو ډلو او مجرمینو لپاره د برید مناسب فرصت" برابر کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې احتمالي هدفونه ښايي سیاحتي ځایونه، لکه بازارونه، ترانسپورتي مرکزونه، سوداګریز مرکزونه، د عبادت ځایونه او نورې عامه سیمې وي.
په اعلامیه کې زیاته شوې: «امریکایي اتباع باید د رخصتیو په جشنونو، مراسمو او نورو هغو ځایونو کې چې ګڼ خلک پکې راټولېږي، ډیر احتیاط وکړي.»
سفارت دا خبرداری هم ورکړی چې د رخصتیو په موسم کې ښايي په ټوله اروپا کې سفرونه او ورځنی ژوند له خنډونو سره مخ شي.
بیان یادونه کړې چې په روانه میاشت کې د اروپا په څو هېوادونو کې ملکي هوايي چلند د بم اېښودلو د جعلي ګواښونو هدف ګرځېدلی و، چې له امله یې الوتنې له خنډونو سره مخ شوې وې.
په اعلامیه کې ویل شوي: «امریکایان باید بهرنیو هېوادونو ته د رخصتیو پر مهال د سفر په وخت کې ځايي خبرونه وڅاري، ترڅو د هغو سیمهییزو پېښو او پرمختګونو په اړه خبر وي چې ښايي د ترانسپورټ یا ورځني ژوند بهیر ګډوډولې شي.»
سفارت له امریکایي اتباعو غوښتي چې په بهرنیو هېوادونو کې د امنیتي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د «سمارټ ټراویلر نوم لیکنې پروګرام» کې نوم لیکنه وکړي.






















