روسي چارواکي وايي چې د هیواد هوايي مدافع ځواکونو تیره شپه د اوکراین ۶۶۰ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي. دا د جګړې له پیل راهیسې یو له ترټولو لویو هوايي بریدونو څخه دی، چې د مسکو په ګډون په څو سیمو کې د بریدونو راپور ورکړل شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د هیواد دفاعي ځواکونو تیره شپه ۶۶۰ اوکرایني ډرون الوتکې ویشتلې دي، چې دا د جګړې له پیل راهیسې یو له ترټولو لوړو شمېرو څخه ده.
دغه وزارت د جمعې په ورځ په "مکس" (Max) پاڼه کې لیکلي چې دا ډرون الوتکې د روسیې د پلازمېنې، ضمیمه شوې کریمیا ټاپووزمې، تورې بحیرې او ازوف بحیرې په ګډون له لسو څخه په زیاتو سیمو کې له منځه وړل شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې لږترلږه ۴۷ ډرون الوتکې چې د پلازمېنې په لور روانې وې، شنډې شوې دي. سوبیانین په ټیلیګرام کې لیکلي: "د بیړنیو خدماتو متخصصین په هغو ځایونو کې کار کوي چې د الوتکو پاتې شونې پکې لوېدلې دي." هغه د کومې مرګ ژوبلې یا جدي زیان راپور نه دی ورکړی.
همدارنګه د مسکو په ۱۸۰ کیلومترۍ کې په پروت "تولا" ولایت کې هم د یو "پراخ" ډرون برید خبر ورکړل شوی دی. د دغه ولایت والي دیمیتري میلایف په ټیلیګرام کې لیکلي: "په شیکینو ولسوالۍ کې یو شخصي استوګنځی زیانمن شوی، چې په پایله کې یې یوه ښځه ټپي شوې ده."
اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر ضد د لیرې واټن ویشتونکو ډرون بریدونو لړۍ ګړندۍ کړې ده. دا هیواد په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي ترڅو کرملین له هغو حیاتي عوایدو بې برخې کړي چې د جګړې په تمویل کې ورڅخه ګټه اخلي. د روسیې او اوکراین جګړه اوس خپل پنځم کال ته داخله شوې ده.
تیره اونۍ هم د اوکراین یو برید د مسکو په سویل ختیځ کې د تیلو په یوه چاڼځای کې د اور لګېدو لامل شوی و.























