منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ایران لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري پانګونې فنډ یو "ارماني یا لوړ هدف لرونکی رقم" وباله.
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل چې که تهران او واشنګټن یوې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي، خلیجي هیوادونه کولی شي د دغه فنډ مالي ملاتړ وکړي.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ایران لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري پانګونې فنډ یو "ارماني یا لوړ هدف لرونکی رقم" وباله.

له فایننشل ټایمز (Financial Times) سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، هغه اشاره وکړه چې که تهران له امریکا سره یوې نهايي هوکړې ته ورسیږي، خلیجي هیوادونه د دغه فنډ په مالي تمویل کې رول لوبولی شي.

شیخ محمد زیاته کړه: "هغه ۳۰۰ ملیارده ډالره چې د ایران د پانګونې د فنډ لپاره په پام کې نیول شوي، یو ارماني (لوړ هدف لرونکی) رقم دی."

د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې وړاندیز کړی چې خلیجي هیوادونه کولی شي د دغه فنډ مالي ملاتړ وکړي، چې په لومړي سر کې به د شرکتونو لپاره په ایران کې د پانګونې د یوې وسیلې په توګه کار وکړي. خو هغه دا څرګنده نه کړه چې ایا قطر به په دې کې مالي ونډه واخلي که نه.

د اقتصادي ودې ملاتړ

هغه یادونه وکړه: "زموږ هدف دا دی چې ایران سوکاله شي او اقتصاد یې وده وکړي؛ زموږ پانګونه تل په بشپړ ډول په سوداګریزو پریکړو ولاړه ده."

دا وړاندیز شوی مالي میکانیزم د امریکا او ایران ترمنځ د "اسلام اباد تفاهم لیک" له شپږمې مادې سره تړاو لري، چې هدف یې په سیمه کې د دښمنۍ پای ته رسول دي.

د دې مادې له مخې، امریکا له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره ژمنه کوي چې د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږترلږه د ۳۰۰ ملیارده ډالرو په ارزښت یو وروستی هوکړه شوی پروګرام رامنځته کړي.

په تفاهم لیک کې ویل شوي چې د دې پلان د پلي کولو میکانیزم به په ۶۰ ورځو کې د یوې وروستۍ هوکړې د برخې په توګه نهایی شي، پداسې حال کې چې امریکا به د اړوندو مالي معاملو لپاره ټولې لازمې اجازې، معافیتونه او جوازونه ورکوي.

 

وپلټۍ
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل