مسکو د کیف د تاریخي 'پچرسک لاورا' صومعې ته د زیان رسولو ادعا رد کړه او ملامتیا یې د اوکراین پر یوه پاټریوټ توغندي واچوله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین او لویدیځ هغه تورونه د "خامو درواغو" په توګه رد کړل چې ګواکې مسکو د تېرې شپې د پراخو بریدونو پر مهال د اوکراین په پلازمېنه کې یوه تاریخي صومعه ویشتلې ده.
دغه زر کلنه صومعه په داسې حال کې سخت زیانمنه شوې چې ټاکل شوې پدې اونۍ کې په فرانسه کې د جي-۷ (G7) هېوادونو غونډه جوړه شي.
د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی په کیف کې د 'پچرسک لاورا' پر صومعې برید نه دی کړی او زیاته یې کړه چې د دوی بریدونه پر پوځي فابریکو وو. روسیې د دې مذهبي ځای د زیانمنېدو پړه پر یوه امریکایي ساخت 'پاټریوټ' دفاعي توغندي واچوله چې د اوکراین له خوا فیر شوی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر اوکراین او لویدیځ تور پورې کړ چې "یو بل جعلکاري" او "خام درواغ" یې جوړ کړي دي. هغې وویل چې د روسیې دفاع وزارت تشریح کړې چې "په حقیقت کې څه پېښ شوي دي."
زاخارووا په یوه اعلامیه کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او نور اروپايي سیاستوال پدې تورن کړل چې د صومعې د زیانمنېدو په اړه د مسکو په محکومولو کې بیړه کوي، خو په کریمیه کې د اوکراین د هغو وژونکو بریدونو په اړه چپ پاتې دي چې د محصلینو یوه لیلیه او یو میوزیم یې ویشتلی او یو تاریخي هنري اثر یې له منځه وړی دی.
چین د خبرو اترو غوښتنه وکړه
په ورته وخت کې، چین د دوشنبې په ورځ د دغو بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا د ډیالوګ او مذاکراتو غوښتنه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اوکراین د 'اوکرینفورم' خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اوکراین د کړکېچ په اړه د بیجینګ دریځ ثابت او روښانه دی. هغه وویل: "ډیالوګ د دې کړکېچ څخه د وتلو یوازېنۍ لاره ده."
اوکراین د ملکي ځایونو د زیانمنېدو راپور ورکړی
د روسیې د تولا سیمې والي دیمتري میلیایف وویل چې د دغې سیمې پر وړاندې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوه یو کلن ماشوم په ګډون درې ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د روسیې دفاع وزارت وویل چې د دوی هوايي دفاعي سیستم ۱۲۳ اوکرایني ډرون الوتکې په بېلابېلو سیمو لکه بلګورود، بریانسک، کورسک، روستوف، کریمیه او مسکو کې نسکورې کړې دي.
مسکو دا هم وویل چې دوی د اوکراین د دفاعي-صنعتي تاسیساتو، پوځي هوایي ډګرونو او په کیف، خارکیف او ډنیپرو کې د سرتېرو د جلب او جذب پر مرکزونو د لیرې واټن ویشتونکو دقیقو وسلو او ډرون الوتکو په واسطه "پراخ بریدونه" کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواک وویل چې روسیې پر دغه هېواد له ۷۰ ډېر توغندي او ۶۱۱ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي، چې پکې یوازې پر پلازمېنه کیف له ۶۰ ډېر توغندي ویشتل شوي.
اوکرایني چارواکو د ملکي او کلتوري ځایونو د زیانمنېدو خبر ورکړی، چې پکې د 'کیف پچرسک لاورا' صومعه، د 'دوفژینکو' فلمي سټوډیو او د 'نووا پاشتا' لېږدونې شرکت یو ترمینل شامل دي.
دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې، د توغندیو او ډرون الوتکو شمېر او د زیانونو کچه تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.























