په دغو خبرو کې د تورکیې او کاناډا ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو بحث او تبادله د نظر وشوه.
ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې دوی د سوداګرۍ، امنیت، دفاعي صنایعو او انرژۍ په ګډون په ډېرو برخو کې د تورکیې او کاناډا ترمنځ د اړیکو د لا لوړې کچې ته د رسولو لپاره هڅې کوي، او په دې موخه به د پورته شویو ګامونو دوام ته ژمن وي.
د تورکیې ولسمشر دا هیله هم څرګنده کړه چې په تورکیه کې جوړېدونکې د ناټو د مشرانو سرمشریزه به د متحدینو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا لامل شي.
وړاندیز شوي
په دغو خبرو کې ولسمشر اردوغان د کاناډا لومړي وزیر ته د جولای د لومړۍ نېټې — «د کاناډا د ملي ورځې» — په مناسبت مبارکي هم وویله.























