چارواکو وویل، پولیس په ختیځ پاکستان کې یوه اسټرالیایي ماشومه په ډزو ووژله، او کینبرا د دوشنبې په ورځ د دې پیښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه چې د نجلۍ د کورنۍ دوه نورغړي هم پکې ټپیان شوي دي.
د پاکستان په تر ټولو ګڼ نفوسه ختیځ ولایت، پنجاب کې پولیسو وویل چې د غلا په ځواب کې افسرانو د چهارشنبې په ورځ پر هغو شکمنو کسانو ډزې وکړې چې د یوې کورنۍ د موټر مسافر یې د ټوپک په زور نیولي وو.
د پنجاب پولیسو د جرمونو د کنټرول څانګې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "په رامنځته شوې ګډوډۍ کې، د پولیس افسر په غلو چې د تیښتې هڅه يي کوله ډزې وکړې چې په نتیجه کې په تیروتنه کې استرالیايي نجلۍ او د هغه پلار او ورور هم ولګیدل.
پدې پیښه کې لس کلنې استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او پلار او ورور يي ټپیان شول.
د پنجاب پولیسو وویل چې دوی د قرباني پلار څخه جرمي شکایت ثبت کړی او ښکیل افسر یې نیولی دی، چې محکمې ته حاضر شو او په توقیف کې ساتل کېږي.
اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی دغه کورنۍ، چې د اسټرالیا د لويدیځ ښار پرت اوسيدونکې ده، پاکستان ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللې وه.
د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز، خبریالانو ته وویل چې وژل شوې ماشوم نهه کلنه وه او د هغه حکومت "د دې شرایطو شفافیت او سمې پلټنې تمه لري."
هغه وویل: "زما د معلوماتو له مخې، نه یوازې یوې کم عمره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی، بلکې د کورنۍ نور غړي یې هم په داسې شرایطو کې ټپیان شوي چې رښتیا هم ډير د اندیښنې وړ دي."
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هغې آسټرالیایي تبعه کورنۍ سره به مرسته وکړي چې یوه غړې یې وژل شوې او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پنجاب پولیسو وویل چې دوی "یوه بشپړه او بې طرفه څیړنه ترسره کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې عدالت تامین شي."
پولیسو زیاته کړې: "موږ په دې غمجنې پېښې ډیر خفه یو. که څه هم زموږ پرسونل په ډیرو خطر لرونکو چاپېریالونو کې دندې ترسره کوي، خو له خپلو کړنلارو څخه د سرغړونې لپاره هیڅ توجیه نشته."























