د اوکراین ولسمشر اعلان وکړ چې په پلازمېنه کییف کې د روسیې "شاهد" ډوله بې پیلوټه الوتکو یو پوهنتون پر داسې مهال په نښه کړی چې هلته درسونه روان وو.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څرګنده کړه چې د هغه پر هېواد د روسیې د روانو بریدونو په وړاندې نړیوال غبرګون کمزوری او غیر کافي دی.
ولادیمیر زیلینسکي پر خپلو ټولنیزو پاڼو په یو پیغام کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د بریدونو په اړه معلومات شریک کړل. هغه وویل چې په پلازمېنه کییف کې د روسیې "شاهد" ډوله ډرون الوتکو یو پوهنتون په نښه کړی دی. زیلینسکي زیاته کړه چې د برید پر مهال ۱۶۰ محصلین په پناه ځایونو کې وو.
زیلینسکي دا هم وویل چې تېره شپه پر اودیسا هم بریدونه شوي چې له امله یې یوې استوګنیزې ودانۍ او د ښار بنسټونو ته زیان اوښتی او د یوه ماشوم په ګډون ۵ کسان ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په خیرسون کې روسي ځواکونو د ژغورنې د ډلو او د پولیسو پر ودانۍ برید کړی، او په خارکیف کې د بریدونو له امله زرګونه کسان له برېښنا بې برخې شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د هېواد په ډېرو برخو کې د "شاهد" ډرونونو او هوايي بمونو د ګواښ له امله لا هم د خطر زنګونه کړنګېږي. زیلینسکي د نړیوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه وکړه او ویې ویل: "بدبختانه، د روسیې لخوا د جګړې د دې نوې څپې په وړاندې د نړۍ او تر ټولو اغېزمنو مشرانو غبرګون کافي نه دی."
د اوکراین مشر زیاته کړه چې د روسیې او ایران ساخت "شاهد" ډرونونه ۲۴ ساعته بریدونه کوي او دا باید یوازې د اوکراین ستونزه ونه ګڼل شي. زیلینسکي وویل: "پر اوکراینیانو هر برید په اصل کې د هغو تکتیکونو تمرین دی چې روسیه یې د نورو هېوادونو او ولسونو لپاره چمتو کوي. اوس د اقدام وخت دی؛ کله چې شر (بدي) ځان ښکاره کړي، باید ودرول شي."
ولادیمیر زیلینسکي په ټینګار سره وویل چې پر روسیې د فشار راوړلو او له اوکراین سره د مرستې لپاره باید "غوڅ او پرېکنده ګامونه" پورته شي. هغه زیاته کړه چې شریکان یې په دې پوهېږي چې څه باید وشي؛ لکه اوکراین ته د هوایي دفاع سیسټمونو ورکول، پر روسیې بندیزونه لګول او د دفاعي صنایعو د تولیداتو په لویه کچه زیاتول.






















