د ټرمپ ادارې جګپوړي چارواکي ټینګار کوي چې تهران باید د هر ډول سترو اقتصادي ګټو ترلاسه کولو دمخه خپلې ژمنې پوره کړي.
متحده ایالاتو اعلان کړی چې د ایران د سولې د هوکړې له مخې به کښتۍ د هرمز له تنګي څخه بې محصوله تېرېږي او ټینګار یې کړی چې تهران باید د هر ډول اقتصادي ګټو ترلاسه کولو دمخه خپلې ژمنې پوره کړي.
په دې ګټو کې د جګړې ځپلي هیواد لپاره د ۳۰۰ ملیارد ډالرو احتمالي بیارغونې فنډ هم شامل و، مګر د ټرمپ ادارې یوه جګپوړي چارواکي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د فنډونو خوشې کول به "په فعالیت پورې تړلي" وي.
چارواکو وویل چې ولسمشر ټرمپ، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس او د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د یکشنبې په ورځ په الکترونیکي ډول د تفاهم لیک لاسلیک کړ.
یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "ولسمشر غوښتل دا په خپله لاسلیک کړي ځکه چې هغه غوښتل پر پروسې خپله ژمنتیا وښيي."
جې ډي وانس سي این این (CNN) ته وویل: "دغه تفاهم لیک شاوخوا یوه نیمه پاڼه دی، نو دا یو ډېر عمومي سند دی." وانس به پدې اونۍ کې د خبرو اترو مشري وکړي او تمه ده چې د سویس په جنیوا کې د لاسلیک په فزیکي مراسمو کې ګډون وکړي.
د هرمز حالت عادي کېدل
د دغه سند لاسلیک کول به د ۶۰ ورځو موده پیل کړي چې په ترڅ کې به یې ایران او متحده ایالات هڅه وکړي د سولې یو بشپړ تړون نهایی کړي. یو امریکایي چارواکي وویل: "موږ غواړو اټومي بحثونه په لومړیتوب کې وساتو."
خو د تیلو د بیو د لوړېدو له امله د نړیوالو اقتصادي اغیزو په پام کې نیولو سره، د هرمز په تنګي کې د بندیزونو لیرې کول یو عاجل لومړیتوب دی. وانس CNBC ته وویل چې له ایران سره داسې یو تفاهم شوی چې دغه تنګی به په اوږدمهاله توګه په "بې محصوله ډول" پرانیستل شي، او "دا هغه څه دي چې موږ یې په دغو تخنیکي خبرو اترو کې حل کوو."
په خپله ټرمپ ویلي چې دا حیاتي تنګی به د جمعې له ورځې څخه "په بشپړ ډول خلاص" وي، مګر زیاته یې کړه چې لا هم د ماینونو د پاکولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي.
لومړي امریکایي چارواکي وویل چې د کښتیو تګ راتګ باید په راتلونکو څو اونیو کې د جګړې دمخه کچې ته راستون شي، مګر لا دمخه په تګ راتګ کې "د پام وړ زیاتوالی" راغلی دی.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه هوکړه دوی ته اجازه ورکوي چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو څخه د "ټول" یا لارې د محصول پر ځای، "سمندري خدماتي فیسونه" واخلي.






















