سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
تورکیې د پرله پسې اتم ځل لپاره پایلوبو (فاینلز) ته په رسېدو سره، برازیل ته ۳ د یو په مقابل کې  ماتې ورکړه او د FIVB واليبال ملتونو لیګ په تاریخ کې یې خپله دویمه اتلولي خپله کړه.
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله

د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د FIVB واليبال ملتونو لیګ په پایلوبه کې برازیل ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او په دغه سازمان کې یې د دویم ځل لپاره د اتلولۍ جام وګاټه.

پایلوبه د یکشنبې په ورځ د چین د مکاو ځانګړې اداري سیمې د "ختیځې اسیا د لوبو په تالار" کې ترسره شوه. تورکیې د نړۍ له دویمې درجې لوبډلې برازیل سره په مقابله کې ۳ د یو پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او جام یې پورته کړ.

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې  د ملتونو لیګ لومړۍ اتلولي په ۲۰۲۳ کال کې ترلاسه کړې وه. د ۲۰۲۶ کال په دې بریا سره یې په دغو سیالیو کې د سرو زرو دویم مډال ترلاسه کړ.

تورکیه له ۲۰۱۸ کال راهیسې، چې دا سیالۍ پیل شوې دي، اته ځله پرله پسې پایلوبو ته رسیدلې ده. د خپلو مډالونو شمېر یې دوه سرو زرو، یو سپینو زرو او یو برونزو ته په رسولو سره د دې سازمان په تاریخ کې د یوې تر ټولو بریالۍ لوبډلې په توګه خپل مقام وساته.

ایټالوي سرښوونکي دانییل سانتاریلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې دنده پیل کړې وه، له تورکیې سره خپله درېیم د سرو زرو مډال وګټله.

د سانتاریلي تر مشرۍ لاندې، ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د اروپا اتلولۍ، او د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۶ کلونو د ملتونو لیګ له اتلولیو وروسته، د ۲۰۲۵ کال د FIVB د ښځو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال هم ترلاسه کړی و.

تورکیې همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک لوبو کې د برونزو مډال په لوبه کې له برازیل څخه د ماتې غچ، دوه کاله وروسته دا ځل د ملتونو لیګ په پایلوبه کې واخیست.

بلخوا برازیل د دغه سازمان په تاریخ کې په پایلوبه کې خپله پنځمه ماتې تجربه کړه. د سویلي امریکا دې لوبډلې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې له امریکا او په ۲۰۲۵ کال کې له ایټالیا څخه ماتې خوړلې وه.

 

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله