د راپورونو له مخې، قطر، سعودي عربستان، پاکستان او مصر له واشنګټن او تهران سره په پرله پسې ډول تماسونه نیسي ترڅو وروستی تاوتریخوالی راکم کړي او د اټومي هوکړې په اړه د تخنیکي ټیمونو ترمنځ نويو خبرو اترو ته لاره هواره کړي.
د "اکسیوس" (Axios) خبري سایټ د پنجشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې سیمهییز منځګړي هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ مخ په زیاتېدونکی کړکېچ راکم کړي او په ورته وخت کې د اټومي هوکړې پر سر د خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه کوي.
بېلابېلو سرچینو، چې دوه یې د منځګړو هېوادونو او یوه یې امریکایي چارواکی دی، دغه رسنۍ ته ویلي چې سیمهییز حکومتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو بوخت دي.
د یوه منځګړي هېواد سیمهییزې سرچینې ویلي، دوی په دې باور دي چې د هرمز په تنګي کې وروستي ایراني بریدونه د ایران د نظام په داخل کې د هغو عناصرو له خوا شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم له یادښت سره مخالف دي او غواړي هغه له منځه یوسي.
سرچینو ویلي چې د قطر، پاکستان، مصر او سعودي عربستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ له امریکایي او ایراني چارواکو سره څو ځله تلیفوني خبرې کړي ترڅو تاوتریخوالی کم کړي.
یوې سیمهییزې سرچینې چې په دې منځګړیتوب کې ښکېله ده، وویل: "پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي ترڅو لومړی دواړه لوري د کړکېچ پر کمولو هوکړه وکړي او بیا د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو لپاره نېټه وټاکي."
ایران او امریکا په تېرو دوو ورځو کې د هرمز په تنګي کې پر دریو سوداګریزو بېړیو د ایران له بریدونو وروسته، یو پر بل بریدونه کړي دي.
تهران د پنجشنبې په ورځ په بحرین، کویټ، قطر او اردن کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو یو لړ بریدونه وکړل. دا بریدونه د امریکا د دوهمې شپې د بریدونو په غبرګون او غچ کې ترسره شوي دي.


















