د تورکیې د نارینه وو د باسکټبال ملي لوبډلې، د فیبا ۲۰۲۷ کال د نړۍوال جام د اروپا د غوراوي سیالیو د لومړي پړاو په "C" ګروپ کې په خپله شپږمه او وروستۍ لوبه کې د سویس کوربه توب وکړ. د تورکیې ملي لوبډلې سویس ته ۹۵ د ۷۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او د نړۍوال جام په لار کې یې خپله شپږمه پرله پسې لوبه وګټله.
تورکي لوبغاړو چې په ګروپ کې یې پنځه لوبې ګټلې وې او دویم پړاو ته یې د مشر (لیډر) په توګه تګ لا دمخه یقیني کړی وه، د "سینان ایردم" په سپورتي تالار کې دغې لوبې ته د شهموس هازر، ملاخي فلین، جیدي عثمان، الپیرن شینګون او ادم بونا په لومړني پنځه کسیز ترکیب سره پیل کړه.
بل لور ته د سویس لوبډلې چې خپلې ټولې لوبې یې بایللې وې او په ګروپ کې په وروستي (څلورم) مقام کې وه، خپله لوبه د شوماخر، فوفانا، مارټین، مبالا او روڅاک سره پیل کړه.
د تورکیې په ملي لوبډله کې د ارجان عثماني ترڅنګ چې ټپي و، ایمري ملیح تونجا، ییګیت اونان، تارق بیبرویچ او ییګیت ارسلان په ترکیب کې شامل نه وو.
ملي لوبډلې سویس ته ۹۵-۷۲ ماتې ورکړه او په دې سره یې د نړۍوال جام په لور په ۶ لوبو کې ۶ بریاوې ترلاسه کړې.
د سویس پر وړاندې د تورکیې د ملي لوبډلې دا لوبه په داسې حال کې ترسره شوه چې د لوبغالي ټول ټکټونه پلورل شوي وو او تالار له نندارچیانو ډک و.























