منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
راپور: ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو لږ تر لږه دوه توغندي ویشتلي دي.
راپور: ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي
راپور: ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي

د Axios خبري اژانس د دوو امریکایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران د دوشنبې په شپه د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو لږ تر لږه دوه توغندي فیر کړي دي.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې په دې برید کې دوه سوداګریزې کښتۍ سختې زیانمنې شوې دي، خو کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د برتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې (UKMTO) د سې شنبې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل، د عمان د "لیما" سیمې ختیځ ته په شاوخوا ۱۵ کیلومترۍ کې یو ټانکر چې د سویل په لور روان و، د یوې نامعلومو څیز لخوا ویشتل شوی چې له امله یې په کښتۍ کې اور لګېدلی؛ خو د کومې ځاني مرګ ژوبلې یا چاپېریال ته د زیان رسېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې تېره اونۍ پرته له کومې څرګندې پایلې پای ته ورسېدې. دا خبرې د ۶۰ ورځني اوربند په ترڅ کې د ډیپلوماسۍ لپاره د زمینې برابرولو په موخه شوې وې، خو کومې دایمي سولې ته لاره هواره نه شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌یي له جنازې وروسته د تهران د ننګونکي دریځ په غبرګون کې خپل هوډ تکرار کړ او ویې ویل چې امریکا به یا له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او یا به هم "کار تمام کړي".

د وال سټریټ ژورنال (WSJ) د یوې غږیزې ثبت شوې پارچې له مخې چې د دوشنبې په ورځ یې ترلاسه کړې، راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران د اونۍ په پای کې د سمندري راډیو له لارې کښتیو ته خبرداری ورکړی و: "زموږ توغندي او بې پیلوټه الوتکې (ډرون) پر تاسو ډزو ته چمتو دي."

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، یوه له برید شویو کښتیو څخه "الرقیات" (Al Rekayyat) نومېږي چې د قطر د LNG (مایع طبیعي ګاز) صنعت د لېږد رالېږد شرکت "ناکیلات" پورې اړه لري. په راپور کې ویل شوي چې توغندی د کښتۍ د ماشین خونې پر پورتنۍ برخه لګېدلی دی.

په غږیز ریکارډ کې اورېدل کېږي: "په ماشین خانه کې اور لګېدلی او ځای له لوګي ډک دی. د نورو زیانونو ارزونه نه شي کېدای. د کښتۍ ټوله عمله خوندي ده او د کښتۍ په ښي خوا کې راټول شوي دي."

وال سټریټ ژورنال ویلي چې دا برید د عمان په خلیج کې، د هرمز تنګي په خوله کې شوی دی.

پانګوال په خلیج کې د تیلو د صادراتو وضعیت او همدارنګه د هرمز په تنګي کې د سمندري تګ راتګ د راتلونکي په اړه د امریکا او ایران ترمنځ روانې خبرې په دقت سره څاري.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
د ناټو د مشرانو سرمشریزه په انقره کې پیلیږي
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د باسکیټبال ملي لوبډلې په مقدماتي سیالیو کې پنځه پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې
د تورکیې د ولسمشر مرستیال یلماز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
ډېر وخت کېناستل له سرطان څخه د مړینې خطر زیاتوي
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
د ایران د ترور شوي ستر رهبر علي خامنه يي جنازه د مخه ښې مراسمو لپاره تهران ته ورسېده
د قطر امیر د سوریې له ولسمشر سره د امریکا او ایران د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله  ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي