ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟
سیاست
5 د لوستلو دقیقې
ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟د امریکا ولسمشر ویلي چې د اوکراین - روسیې ترمنځه د جګړې ختمولو ته ژمن دی
ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟ / TRT Russian

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کلکه ژمن دی چې په ټوله نړۍ کې د ټولو جګړو د پای ته رسولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي. هغه ادعا کوي چې لا دمخه یې اته جګړې درولې دي او یوازې د روسیې او اوکراین شخړه پاتې ده.

ټرمپ وویل: "هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې له ولسمشرانو زیلینسکي او پوتین سره وګورم، خو یوازې هغه وخت چې د دې جګړې د پای ته رسولو تړون وروستی شي یا خپل وروستي پړاو ته ورسېږي."

د يادونې وړ ده په تېره اونۍ کې اصلي موضوع د امريکا د سولې پلان و، چې واشنګټن لومړی له روسيې او بيا له اوکراين سره پرې خبرې وکړې. معلومه ده چې په دې سند کې د پام وړ بدلون راغلی: له اصلي ۲۸ مادو څخه يوازې ۱۹ پاتې دي.

دواړو خواوو خپلې سرې کرښې ټاکلې دي. کییف د مسکو هغه غوښتنې منلو ته چمتو نه دی چې د اوکراین د پوځ شمېر کم کړي، او نه هم د خپلو ځینو سیمو له پرېښودو یا په ناټو کې د شاملېدو له هيلې څخه تېرېږي؛ خو روسیه هم په دې مسایلو کې جوړجاړي ته زړه نه ښه کوي.

سیاسي شنونکي او د "پنټا" په نوم د تطبیقي سیاسي څېړنو د مرکز مشر، ولادیمیر فیسینکو، له  ټي آر ټي رشین سره د سولې د بهیر د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په اوکراين کې د جنيوا د غونډې پايلو ته څنګه کتل کيږي؟

فیسینکو داسې وویل، په جنیوا کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه د امریکا د سولې د پلان په اصلي ۲۸ ماده ییزه نسخه کې د شته خطرونو شنډول وو.

په دې پلان کې ځینې مادې د اوکراین له ګټو سره سمون نه درلود او دغه هېواد ته يې جدي ګواښونه پېښول. ډېرو دا سند يوه پټه تسليمي ګڼله: اوکراين ته د يواړخيزو امتيازونو وړانديز شوی و، په داسې حال کې چې روسيې هغه څه ترلاسه کول چې غوښتل يې.

د کییف لپاره د دې خطرونو کمول اړين وو، او په ډېرو برخو کې دا کار وشو. له همدې امله، موږ اوس د امریکا او اوکراین ترمنځ د یو جوړجاړي خبره کولی شو، که څه هم دا وروستی نه دی. دا بهیر مثبت ښکاري، خو دا پایله اخیستل ډېر وختي دي چې دا په اتوماتيک ډول سوله نږدې کوي. اصلي ستونزه پر خپل ځای پاتې ده — د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې لېوالتيا.

هغه د بلې پوښتنې په ځواب کې چې څومره امکان شته چې روسیه به د سولې دا پلان ومني؟

فیسینکو داسې وویل ،  دا په ډاډ سره نه شو ویلای چې کرملین به د ۲۸ مادو اصلي پلان منلی وای که نه. خو په عمومي توګه ورته په مثبته سترګه کتل کېدل او له نظري پلوه روسیې کولای شوای چې دا ومني، که څه هم ځینې مادې یې د دوی له ګټو سره سمون نه درلود، چې ښايي مسکو ته یې د اضافي غوښتنو د ورکولو امتیاز ورکړی وای.

خو که موږ د یوې جوړجاړي نسخې په اړه خبرې کوو چې د روسیې ځینې شرطونه پکې نه وي، نو د مسکو له خوا یې د ردولو امکانات ډېرېږي. له دې سره سره، د یو قسمي جوړجاړي سناریو هم له امکانه لرې نه ده.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا جوړجاړي به څه ډول وي؟

فیسینکو وویل ، دا جوړجاړي ښايي په دې بڼه وي چې روسیه د خبرو اترو سره موافقه وکړي، د بېلګې په توګه په استانبول کې، یا له امریکا او اروپا سره په جلا خبرو اترو. خو پوځي عملیات به دوام ولري.

دا ډول چلند به ښايي پوتین ته د منلو وړ وي: د هغه لپاره دا مهمه ده چې له ټرمپ سره اړيکې خرابې نه کړي او رغنده خبرې اترې وساتي، خو هغه به د پوځي لارو خپلو موخو ته دوام ورکړي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په دې بهیر کې د کومو بدلونونو تمه کېدای شي؟

فیسینکو وویل ، یو نوی بهیر لیدل کېږي. امریکا اوس یو نوی تخنيکي مذاکره کوونکی لري — ډینیل ډریسکول، چې د پنټاګون له لوړپوړو چارواکو څخه دی او د مرستیال ولسمشر جې ډي وانس ته نږدې کس دی. هغه د یوه منځګړي په توګه تګ راتګ کوي. پخوا سټیو ویټکوف له روسیې سره او کیت کیلاګ له اوکراین سره خبرې کولې. اوس یو کس له دواړو خواوو سره تخنیکي مشورې پرمخ وړي.

هغه ښايي له ټولو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکړي، خو مهمې پرېکړې به په لوړه کچه وشي — په مسکو، کییف او واشنګټن کې. یوازې له هغې وروسته به روښانه شي چې ایا د سولې رښتینې خبرې ممکنې دي، په شمول په استانبول کې د هغوی د احتمالي بیا پیل.

هغه د بلې پوښتنې چې ایا د اوسني سولې د بهیر د پرمختګ لپاره کومې سناریوګانې ممکنې دي؟

فیسینکو وویل ، په نږدې راتلونکي کې دوې اصلي سناریوګانې ډېرې احتمالي ښکاري.

لومړۍ: امریکا د سولې د پلان نوې شوې نسخه چمتو کوي او د ډسمبر په لومړیو کې یې روسیې ته وړاندې کوي. روسیه ښايي دا رد کړي، او بیا به جګړه دوام وکړي، خبرې به له خنډ سره مخ شي، او خبرې اترې به یوازې وروسته له هغه ممکنې وي چې د جګړې کرښه باثباته شي. په دې حالت کې، پر مسکو د امریکا د فشار زیاتېدل احتمال لري.

دوهمه سناریو: روسیه په خپله له پلان سره نه، بلکې د هغه پر نوې شوې نسخې له خبرو سره موافقه کوي، په داسې حال کې چې جګړه به دوام ولري. دا ډول خبرې ممکن څو میاشتې دوام وکړي. پایله به یې هم د خواوو جوړجاړي ته پر لېوالتيا او هم د جګړې په ډګر کې پر وضعیت پورې تړلې وي.

په اوس وخت کې، دا دوې سناریوګانې تر ټولو ډېرې ممکنې ښکاري.

په راتلونکو میاشتو کې د اوربند تمه نه باید وشي. هغه ارزونې چې وايي د راتلونکي کال تر فبرورۍ يا پسرلي مخکې د جګړې درېدل امکان نه لري، ډېرې رښتینې ښکاري.

 

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
ایران خبرداری ورکړ چې  اوکراین به ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي