کویټ اعلان وکړ چې د برید له امله په رامنځته شوې اورلګېدنه کې یادې فابریکې ته زیان اوښتی او د برېښنا تولید ګڼې دستګاوې ویجاړې شوې دي.
د کویټ د برېښنا، اوبو او نوي کېدونکې انرژۍ وزارت په یوه لیکلې اعلامیه کې ویلي چې د ایران د برید له امله د برېښنا تولید او د اوبو د پاکولو (تصفیې) په یوه تاسیسات کې اور لګېدلی، بنسټیزو زیربناوو ته زیان اوښتی او د برېښنا تولید ګڼ شمېر واحدونه تخریب شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د اور وژنې ډلو اور کنټرول کړی او تخنیکي ټیمونه د زیانمن شویو واحدونو د ترمیم او بېرته فعالولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.
وزارت ویلي چې د برېښنا د شبکې ثبات له نږدې څارل کیږي او له خلکو یې غوښتي چې په دې بېړني (استثنایي) حالت کې د برېښنا په مصرف کې سپما وکړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پېښې په اړه به د رسمي خبري چینلونو له لارې د عامه ذهنیت خبرولو ته دوام ورکړي.
د ایران اردو اعلان کړی و چې دا بریدونه یې په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو پر وړاندې د هغو هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي چې تېره شپه امریکا د ایران پر خاوره ترسره کړي وو.



















