د ایران د رسمي خبري آژانس (ایرنا) د راپور له مخې، قالیباف د پارلمان په علني (د رسنیو پر مخ پرانیستې) غونډه کې د روانو مسایلو په اړه خپلې ارزونې وړاندې کړې.
قالیباف د دې په بیانولو سره چې امریکایانو په رسنیو کې د خپلو څرګندونو برعکس، د منځګړو له لارې ایران ته وړاندیز کړی، وویل: "دوی باید پوه شي چې د یو اړخیزو غوښتنو د مطرح کولو دوره پای ته رسېدلې او تر څو چې د ایران له خوا وړاندې شوي ۷ شرطونه پلي نه شي، د هرمز تنګی به خلاصه نه شي."
قالیباف استدلال وکړ چې امریکا د ایران پر هوډ ښه پوهېږي او د کورنیو عامه افکارو د ذهنیت جوړولو لپاره یې د اقتصادي فشارونو او پوځي اقداماتو سربېره، خپلې ګواښوونکې څرګندونې هم زیاتې کړې دي.
قالیباف وویل چې هېواد یې په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ګواښوونکو څرګندونو پر بنسټ نه، بلکې د واقعیتونو پر بنسټ خپل سیاست ټاکي؛ هغه زیاته کړه چې د امریکایانو د "ضد او نقیض" (متضادو) څرګندونو موخه د ایران د خلکو د ذهنونو مغشوشول دي.
ایراني پلاوي په امریکا کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې، د قطر په منځګړیتوب د هرمز تنګي د خلاصېدو په تړاو امریکا ته ۷ شرطونه وړاندې کړي وو.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا اعلان کړی و چې دوی د ایران شرطونه نه مني.






















