منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
یوه ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي چې واشنګټن باید په دې پروسه کې «جديت او پرېکړنده والی» وښيي.
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
ایران - امریکا

ادعا شوې چې ایران واشنګټن ته خبر ورکړی چې که متحده ایالات خپله سمندري محاصره پای ته ورسوي او ډیپلوماسۍ ته بېرته راستون شي، تهران چمتو دی چې د ۷ ورځو په ترڅ کې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

د جاپان له «کیودو» خبري اژانس سره په خبرو کې یوه ناپېژندل شوي ایراني دولتي چارواکي ویلي چې دا وړاندیز د منځګړو له لارې امریکا ته رسول شوی او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې اوربند د ټینګښت په موخه د خبرو اترو د بېرته پیلولو طرحه وړاندې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په جریان کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترامپ د لیدنې غوښتنې ته په اشارې سره، دغه ایراني چارواکي وویل چې له ترامپ سره د مستقیمې لیدنې هېڅ احتمال نشته، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه توافق پر سر د پرمختګ چانس شته.

چارواکي زیاته کړه: «سیستمي توافق ته د رسېدو امکان شته، خو د ډیپلوماسۍ د پرمختګ لپاره واشنګټن باید له ځانه جديت او پرېکړنده والی وښيي.»

د ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې، تهران تمه لري چې واشنګټن بېرته خبرو اترو ته راستون شي او پر ایران لګول شوې سمندري محاصره ختمه کړي. که دا ګامونه پورته شي، ایران چمتو دی چې د ۷ ورځو په ترڅ کې د هرمز ستراتیژیکه تنګې بېرته پرانیزي او د خبرو اترو مېز ته کښېني.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سرمنشي محسن رضایي د سپټمبر پر ۱۹مه په خپله وینا کې ویلي و چې تهران د جګړې د ختمولو او مذاکراتو د بېرته پیل لپاره واشنګټن ته ۷ شرطونه وړاندې کړي دي.

رضایي وویل: «د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د شرطونو منل د امریکا په ګټه دي. موږ بشپړې جګړې ته بشپړ چمتووالی لرو.»

 

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو