منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
داسې ادعا شوې چې د چینايي ډلو لخوا چمتو شویو سپوږمکۍ انځورونو او استخباراتي ملاتړ، د هرمز په تنګي کې د کښتیو د ګواښلو او په منځني ختیځ کې په امریکايي پوځي اډو باندې د دقیقو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ایران وړتیا لوړه کړې ده.
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایراني توغندي

د ایران په بریدونو کې د سمون او لګېدو په کچه کې د روسیې مرستې هم اغېزمنې وې.

د CNN د راپور له مخې، چې د امریکايي استخباراتي ارزونو په اړه د معلوماتو لرونکو سرچینو په حواله یې خپور کړی، د چینايي ډلو لخوا برابرې شوې د سپوږمکۍ انځورونه او نور جغرافیایي معلومات د دې لامل شوي چې په وروستیو میاشتو کې د ایران د هدف ټاکلو وړتیا پرمختګ وکړي.

سرچینو دا هم ویلي چې یادو معلوماتو‌ایران ته زمینه برابره کړه ترڅو په اردن کې پر هغه امریکايي اډه برید وکړي چې په ترڅ کې یې درې امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

سرچینو زیاته کړه چې د چین لخوا چمتو شویو جیو سپیشل (ځمکنیو-فضاوي) معلوماتو د هرمز په تنګي کې د کښتیو د څارنې لپاره د ایران وړتیا نوره هم پیاوړې کړې، او په وینا یې، د دې کار له امله د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) لخوا د خپلو اهدافو د ویشتلو احتمال زیات شوی دی.

سرچینو څرګنده کړه چې د ایران په بریدونو کې د هدف لګېدو د لوړې کچې تر شا د چین له ملاتړ سربیره د روسیې مرستې هم اغېزمنې وې، او همدارنګه یې زیاته کړه چې په نښتو کې د ایراني ځواکونو ترلاسه شوې تجربې هم په دې برخه کې رول لوبولی دی.

سرچینو څرګنده کړه چې د چین د ملاتړ د کچې په اړه دقیق مالومات ترلاسه کول ستونزمن دي، او دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا دا چارې د بیجینګ د مستقیم امر پر بنسټ ترسره شوې او که حکومت ورته یوازې پټه اجازه ورکړې ده.

په واشنګټن کې د چین او ایران سفارتونو د دې راپور په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

 

وپلټۍ
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
د ورځې مهم لنډ خبرونه
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
زیلینسکي او مکرون د اوکراین د هوايي دفاع او ژمي د ملاتړ په اړه خبرې وکړي
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
له ۱۶۰ څخه زیاتو لوبغاړو د ایرلینډ او اسرائیل د فوټبال سیالۍ د بایکاټ غوښتنه وکړه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی