د ایران د مهر خبري اژانس له مخې، د پوځي ځواکونو د لوي درستیز مرستیال او د غیرفعالې دفاع دایمي کمېټې مشر تورن جنرال علي عبداللهي د ۲۰۲۶ کال د غیرفعالې دفاع د یادښت پروګرامونو لپاره دا لارښود اعلان کړی دی.
د بېلابېلو سناریوګانو لپاره ټاکل شوي تدابیر:
د بشپړې جګړې سناریو: لویه عامه غونډې او بالمواجهه پروګرامونه به وځنډول شي؛ پر ځای به یې ټول پام عملیاتي چمتووالي، د لومړنیو او حیاتي خدماتو دوام، د سرچینو مدیریت، له خلکو ملاتړ او د بېلابېلو نهادونو ترمنځ همغږۍ ته واړول شي.
د لنډمهالي اوربند سناریو: د جګړې تر بشپړ پای دمخه د اوربند په حالت کې، تمرکز د ولس پر چمتووالي، د ترکیبي (هیبریدي) جګړې پر وړاندې پر بېدارۍ او د معلوماتي امنیت پر خوندیتوب وي.
د جګړې د پای ته رسېدو سناریو: په دې حالت کې به مسؤلین پلان شوي پوځي تمرینونه، روزنیز پروګرامونه او عامه فعالیتونه په بشپړ ډول تطبیق کړي.
دا لارښود د هغو تجربو او درسونو پر بنسټ اصلاح شوی چې ایران «دویمه او درېیمه تپل شوې جګړه» بللې ده. ایران په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم ورته ۱۰ مادییز لارښودونه خپاره کړي وو، خو نوی لارښود د خپلو تېرو هغو برخلاف په واضح ډول د امریکا او اسرائیلو اوسنۍ روانې جګړې تر سیوري لاندې دغو ۳ بېلابېلو سناریوګانو ته ګوته نیسي.
د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې امریکا او اسرائیلو د ایران پر دولتي ودانیو، پوځي مرکزونو، توغندیزو زیربناو او هوايي دفاعي سیستمونو بریدونه پیل کړي؛ ایران هم په ځواب کې پر اسرائیلو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. تر دې روانې جګړې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب یو ۱۲ ورځنی جنګ پر اوربند پای ته رسېدلی و.






















