تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب وکړي
د تورکیې د جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د جوړېدونکې سرمشریزې په ترڅ کې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ۳۲ هیوادونو له ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو سره وګوري.
ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب وکړي
ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب وکړي

په دې سرمشریزه کې به د دفاعي پانګونې د زیاتوالي په اړه د پرېکړو په چوکاټ کې د اخیستل شویو ګامونو او په ۳۶۰ درجې لیدلوري سره د دغه تړون د مخنیوي  او دفاعي هڅو ارزونه وشي.
د تورکیې د جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د جوړېدونکې سرمشریزې په ترڅ کې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ۳۲ هیوادونو له ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو سره وګوري.

ولسمشر اردوغان به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب، د سلواکیا له ولسمشر پیټر پیلیګریني، د انګلستان له لومړي وزیر کییر سټارمر، د جرمني له لومړي وزیر فریدریش میرز، د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني، د البانیا له لومړي وزیر اډي راما، د بلغاریا له لومړي وزیر رومین رادیف، د مونټینګرو له لومړي وزیر میلوجکو سپایجیک، د ناټو له عمومي منشي مارک روټه او د اروپا د شورا له رئیس انتونیو کوسټا سره لیدنې وکړي.

تمه کیږي چې اردوغان به د جولای په ۷مه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ځانګړې (مخامخ) لیدنه وکړي او وروسته به دواړه مشران په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

ولسمشر اردوغان او د هغه مېرمن آمنه اردوغان به د جولای د ۷مې په ماښام د هیوادونو د مشرانو او د هغوی د میرمنو په ویاړ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې  مېلمستیا ورکړي.

مشران به د "بیشتیپې" د ملت په نندارتون تالار کې جلا جلا خبري غونډې ولري

ولسمشر اردوغان به د جولای په ۸مه نېټه د سرمشریزې سیمې ته د مشرانو د رارسېدو پر مهال د هغوی هرکلی وکړي او وروسته به د یادګاري ډله ییز عکس مراسم ترسره شي. د ناټو د عمومي منشي مارک روټه له پرانیستونکې وینا وروسته به ولسمشر اردوغان او نور مشران ویناوې وکړي.

له غونډې وروسته به ولسمشر اردوغان، د امریکا ولسمشر ټرمپ او ځینې نور مشران د "بیشتیپې" د ملت په نندارتون تالار کې جلا جلا مطبوعاتي کنفرانسونه ولري.

په دې سرمشریزه کې به د دفاعي پانګونې د زیاتوالي په اړه د اخیستل شویو ګامونو او د دغه تړون د دفاعي او مخنیوي هڅو ارزونه په هراړخیزه (۳۶۰ درجې) توګه وشي. مشران به د اروپا-اټلانټیک سیمې په وړاندې د ګواښونو، خطرونو او ننګونو په اړه په ستراتیژیکه کچه د نظرونو تبادله وکړي.

په دغه سرمشریزه کې چې په اوکراین کې وضعیت او د اتحاد په سویل کې وروستي بدلونونه به هم وڅېړل شي، د ناټو د ۳۲ غړو هیوادونو د مشرانو سربېره، نږدې ۱۰۰ وزیران، ګڼ شمېر لوړپوړي ډیپلوماتان، د نړیوالو سازمانونو استازي او نور مېلمانه ګډون کوي.

 

وپلټۍ
د تورکیې د ولسمشر مرستیال یلماز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
ډېر وخت کېناستل له سرطان څخه د مړینې خطر زیاتوي
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
د ایران د ترور شوي ستر رهبر علي خامنه يي جنازه د مخه ښې مراسمو لپاره تهران ته ورسېده
د قطر امیر د سوریې له ولسمشر سره د امریکا او ایران د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله  ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي
لبنان: له اسرائیلو سره د امریکا په ملاتړ جوړ شوی چوکاټ د مذاکراتو نقشه ده، نه د سولې تړون
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې دفاعي صادرات ۱۱ میلیاردو ډالرو ته نږدې شول؛ پر ناټو متحدینو پلور زیات شوی