د اسپانیوي کلب په اعلامیه کې ویل شوي: «ریال ماډریډ او اردا ګولر د تړون پر غځولو هوکړه کړې او زموږ لوبغاړی به د ۲۰۳۲ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په کلب کې پاتې شي.»
وړاندیز شوي
په اعلامیه کې دې ته په اشارې سره چې دغه ۲۱ کلن فوټبالر په ۱۸ کلنۍ کې د ۲۰۲۳ کال په جولای کې له ریال ماډریډ سره یوځای شوی و، راغلي دي: «زموږ له لوبډلې سره په تېرو څلورو فصلونو کې هغه په ۱۲۶ لوبو کې برخه اخیستې او د ۱ اتلانو لیګ (چمپینز لیګ)، ۱ د کلبونو نړیوال جام، ۱ د یوفا سوپر جام، ۱ لا لیګا او ۱ د اسپانیا سوپر جام په ګډون یې ۵ جامونه ګټلي دي.»




















