نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هنګري لومړي وزیر ماګیار د ولسمشر د لیرې کولو لپاره د قانوني چلند ګواښ وکړ
د هنګري لومړي وزیر پیټر ماګیار د دوشنبې په ورځ له ولسمشر تمس سویوک سره له کتنې وروسته وویل، که ولسمشر استعفا ونه کړي، حکومت به یې له دندې د لیرې کولو لپاره قانوني اقدامات پیل کړي.
د هنګري لومړي وزیر ماګیار د ولسمشر د لیرې کولو لپاره د قانوني چلند ګواښ وکړ
د هنګري لومړي وزیر ماګیار د ولسمشر د لیرې کولو لپاره د قانوني چلند ګواښ وکړ


لومړي وزیر ماګیار ویلي چې ګوند به یې په پارلمان کې د ولسمشر سویوک د لیرې کولو قانوني بهیر پیل کړي، وروسته له هغه چې نوموړي له استعفا کولو ډډه وکړه.

د هنګري لومړي وزیر پیټر ماګیار د دوشنبې په ورځ له ولسمشر تمس سویوک سره له کتنې وروسته وویل، که ولسمشر استعفا ونه کړي، حکومت به یې له دندې د لیرې کولو لپاره قانوني اقدامات پیل کړي.

د ماګیار منځلارې ښي اړخي "تیزا" (Tisza) ګوند د تېرې اپریل میاشتې په ټاکنو کې په پراخې بریا سره ویکتور اوربان له واکه لیرې کړ او ژمنه یې وکړه چې هغه کسان به له کلیدي دولتي څوکیو لیرې کړي چې د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې د اوربان لخوا ټاکل شوي دي.

ماګیار پر سویوک — چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې د اوربان د "فیدز" (Fidesz) ګوند د وکیلانو لخوا ټاکل شوی و — غږ وکړ چې له خپلې دندې تېر شي. هغه پر ولسمشر تور پورې کړ چې په ملي مسایلو کې یې د هېواد د یووالي په استازیتوب کې پاتې راغلی او د اوربان او د هغه د پخواني حکومت ګټو ته خدمت کوي.

سویوک تر اوسه له استعفا کولو ډډه کړې ده.

ماګیار وویل: "ما ولسمشر ته وویل چې که هغه پر خپل دریځ ولاړ وي او استعفا ونه کړي، زه به نن د تیزا ګوند وکیلانو ته زموږ د قانوني وړاندیزونو په اړه خبر ورکړم او موږ به سمدستي لازم اقدامات پیل کړو."

هغه زیاته کړه چې دا قانوني بهیر به شاوخوا یوه میاشت وخت ونیسي او پدې کې به "هغه ټولې نانځکې (ګوډاګیان) لیرې شي" چې د "قانون د حاکمیت او ډیموکراسۍ په زیانمنولو کې" یې برخه اخیستې وه.

'غیرقانوني الټیماټم'
د اوربان "فیدز" ګوند ماګیار په یو "غیرقانوني الټیماټم" (وروستی خبرداری) تورن کړ او ویې ویل چې سویوک خپله قانوني دوره ترسره کوي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې دوام لري او له دندې نشي لیرې کېدای.

سویوک تر دې وړاندې د هنګري د اساسي قانون د محکمې د مشر په توګه دنده ترسره کړې وه، هغه پوست چې په ۲۰۱۶ کال کې د فیدز ګوند لخوا ورته ټاکل شوی و.

په هنګري کې د ولسمشرۍ مقام تر ډېره تشریفاتي دی، خو سویوک کولای شي قوانین د بیا کتنې لپاره پارلمان ته بیرته واستوي او یا یې د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي، چې دا کار ممکن د ماګیار د اصلاحاتو پروګرام ورو یا له خنډ سره مخ کړي.

ماګیار ویلي چې هغه به په پارلمان کې د خپل ګوند د دوه پر درېیمې برخې اکثریت څخه کار واخلي ترڅو په اساسي قانون او نورو قوانینو کې تعدیلات راولي او سویوک له دندې لیرې کړي.

 

وپلټۍ
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
نتنیاهو د غزې د ۶۰ سلنه خاورې د اشغالولو ویاړ وکړ او د اوربند خلاف یې د اشغال د غځولو امر وکړ
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.
حزب الله پر اسرائیلي پوځي تاسیساتو تر ۱۵ ډیر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : پوره باور لرم چې جاني او ظالم نتنیاهو به یوه ورځ د مسلمانانو په لاس لازم درس واخلي
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
اسرائیلو د لوی اختر د عرفې په ورځ او د اختر په شپه  په غزه په بریدونو کې ۹ فلسطینیان ووژل
ایران له امریکا سره د احتمالي هوکړې په بدل کې د ۲۴ میلیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو غوښتنه کوي
چین د امریکا، هند، جاپان او استرالیا نه جوړه د  ( ګواډ )  ډلې ته د بلاکي مقابلې په اړه خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: اسرائیل له اوربندونو سره سره له غزې تر لبنانه اشغال او عام وژنو ته دوام ورکوي
ایران ادعا کوي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او نورې الوتکې یې شا تګ ته مجبورې کړې دي
د تورکيې د پرته د چلوونکي (خودکاره) بس په اړه د رویټرز سرلیک سخت غبرګونونه وپارول
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
په میلیونونو حاجیان د عرفات په غونډۍ کې دعاګانې کوي