د عراق د همغږۍ چوکاټ علي الزیادي د لومړي وزیر نوماند په توګه وټاکه
د عراق ولسمشر نزار عامدي علي الزیادي ته دنده وسپارله چې په ۳۰ ورځو کې کابینه جوړه کړي. د لومړي وزیرۍ لپاره د الزیادي اصلي سیالانو خپلې نوماندۍ بېرته اخیستې دي.
د عراق تر ټولو لوی پارلماني بلاک، یعنې د "همغږۍ چوکاټ"، علي الزیادي د لومړي وزیر نوماند په توګه وټاکه.
د عراق د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې په بغداد کې په دولتي ماڼۍ کې یوه "مهمه" غونډه وشوه. په اعلامیه کې د دغې غونډې ځای د "دولتي بنسټونو د دوام سمبول" بلل شوی دی.
د بلاک مشرانو په دې غونډه کې د شیاع السوداني د حکومت د تېرو درې نیمو کلونو کړنې وستایلې. دغه بلاک وویل چې د نورو نوماندانو لاس په سر کېدل د "لوړو ملي ګټو ته ژمنتیا" ښيي او دې چارې "د همغږۍ چوکاټ ته لاره هواره کړه چې داسې یو نوماند وټاکي چې د لومړي وزیرۍ شرایط پوره کړي."
د عراق ولسمشرۍ په یوه جلا اعلامیه کې تایید کړه چې ولسمشر نزار عامدي علي الزیادي ته د نوي حکومت د جوړولو مسؤلیت سپارلی دی. السوداني هم تایید کړه چې د حکومت د جوړولو د شرایطو د بشپړولو لپاره به د خپلې کاري دورې په جریان کې له علي الزیادي سره همکاري وکړي.
علي الزیادي څوک دی؟
نوموړی په بغداد کې زېږېدلی، د حقوقو او مالي چارو په برخه کې لېسانس او د مالي او بانکي چارو په برخه کې ماسټري لري. ویل کېږي چې الزیادي د
لومړي وزیرۍ مقام ته پراخه اکاډمیکه او مدیریتي تجربه راوړي.
هغه د "ملي هولډینګ شرکت" (National Holding Company) مشري پر غاړه لرله او تر دې وړاندې یې د "سویلي بانک" (Southern Bank) د مدیره هیئت ریاست هم کړی دی. الزیادي د خپلې مسلکي دورې په جریان کې د "الشعاب پوهنتون" او "عشتار طبي انسټیټیوټ" د مدیره هیئتونو مشري هم کړې ده.
الزیادي یو داسې لیدلوری وړاندې کړی چې پر بنسټیزو اصلاحاتو، اقتصادي ثبات او د ځوانانو پر پیاوړتیا تمرکز کوي. هغه ژمنه وکړه چې ملي سرچینې به د عراق د خلکو لپاره په "ملموسو لاسته راوړنو" بدلې کړي.
د همغږۍ چوکاټ د عراق په پارلمان کې د ۳۲۹ څوکیو څخه له ۱۳۰ تر ۱۴۰ پورې څوکۍ لرياو د پارلمان تر ټولو لوی بلاک ګڼل کېږي. د عراق د اساسي قانون له مخې، د لومړي وزیر نوماند باید تر ټاکل کېدو وروسته په ۳۰ ورځو کې کابینه جوړه کړي او له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړي.














