د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
په غزه کې  د اسرائيلو د جبري لوږې له امله د مړو شمېر ۳۶۷ ته لوړه شوه.
په غزه کې لوږې له امله د مړو شمېر ا ۳۶۷ ته رسېدلی دی چې ۱۳۱ ماشومان هم پکې شامل دي. د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۶ کسان، چې یو ماشوم هم په کې دی، اسرائیلو د جبري لوږې او سختې خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي
په غزه کې  د اسرائيلو د جبري لوږې له امله د مړو شمېر ۳۶۷ ته لوړه شوه.
/ AA
3 سپتمبر 2025

په غزه کې  د اسرائيلو د جبري لوږې له امله د مړو شمېر ۳۶۷ ته لوړه شوه.

د اسرائیلي پوځ له خوا د اشغال پلان لاندې په غزه کې شدیدې بمبارۍ او د کورونو بمبارول دوام لري؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، د لوږې له امله مړه شوي دي.

د غزې د لوږې له امله د مړو شمېر اوس ۳۶۷ ته رسېدلی دی چې ۱۳۱ ماشومان هم پکې شامل دي. د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۶ کسان، چې یو ماشوم هم په کې دی، د اسرائیلو د جبري لوږې او سختې خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

وزارت ویلي چې د دغو مړینو ۸۹ پېښې، چې ۱۶ یې ماشومان دي، هغه مهال رامنځته شوې چې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د لوږې څارنې سیسټم د خوړو د خوندیتوب د مرحلې طبقه بندي IPC)  تېره میاشت په رسمي ډول د غزې ښار د قحطۍ سیمه اعلان کړه.

په عین حال کې، د روغتیايي چارواکو او ډاکترانو په وینا لږ تر لږه ۱۳ تنه د اسرایلي پوځ په تازه بریدونو کې په غزه کې وژل شوي دي.

طبې سرچینو انادولو ته ویلي پنځه کسان، چې یوه حامله ميرمن او د هغې نه زېږېدلی ماشوم هم پکې شامل وو، هغه وخت ووژل شول چې د اسرائیلو چورلکې د غزې په لویدیځ کې په یوه استوګنیزه ودانۍ برید وکړ.

دوی زیاته کړه چې د غزې ښار په مرکزي برخه کې د پوځ د یوې چورلکې له لوري پر بل کور برید وشو چې درې تنه یې ووژل.

اسرائیلي ځواکونو همدارنګه د همدې ښار د نصر په سیمه کې د رنتیسي تخصص روغتون څنګ ته د بې ځایه شوو خلکو پر خیمو برید وکړ.

په دې بریدونو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي چې ځینې یې سخت ټپونه لري.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د نصر په سیمه کې یوه استوګنیزه ودانۍ وویشته چې په پایله کې یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

په ورته وخت کې، اسرائیلي پوځ د غزې په شیخ رضوان سیمه کې د اشغال د پلان له مخې د بمونو ډکو روباټونو په چاودولو سره د کورونو الوزولو ته دوام ورکړ.

د اګست په ۸مه، د اسرائیلو د امنیت کابینې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پلان تصویب کړ چې له مخې به يې د غزې بیا-اشغال په تدریجي ډول پیل کړي چې د غزې له ښار څخه به پيل کېږي.

اسرائیلي کواډکاپټر چورلکو د شیخ رضوان په مارکیټ کې پر خیمو چې د بې ځایه شوو خلکو د اوسېدو ځایونه وو او همدارنګه پر هټیو د اورلګونکو بمونو بمبار وکړ چې اورلګېدنې رامنځته شوې د خیمو او د خلکو د ملکیتونو د سوځېدو لامل شوې.

عیني شاهدانو ویلي چې د غزې ښار د زیتون او صبره سیمې د اسرائیلو د توپخانې تر برید لاندې راغلې دي.

د مرکزي غزې په نُصَیرات کډوالو کمپ کې د ډرون بریدونو په پایله کې پنځه فلسطینیان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د اسرائیلو پوځي عملیاتو غزه ویجاړه کړه ده، تر اوسه یې له ۶۳ زرو زیات فلسطینیان وژلي او دغه محاصره شوې سیمه یې له پراخې لوږې سره د یو سخت بشري کړکېچ ښکار کړې ده.

تېر نومبر، نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت د جګړه ییزو جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تور د نیولو حکم صادر کړ.

اسرائیل هم د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي
په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په ادعا شوې کښتۍ باندې د امریکا برید څلور کسان ووژل
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
اوکرایني چارواکي: د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د چین ولسمشر شي جين پينګ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره وکتل
ټرمپ له ایران سره د اوربند غځولو ته اړتیا نشته ځکه چې د یو ډیر مهم پړاو په درشل کې قرار لرو
اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې  د سې شنبې په ورځ وویل چې ایټالیا له اسرائیلو سره خپل دفاعي تړون وځنډاوه
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.
ایران پر پنځو عربي هېوادونو  امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ګډون تور پورې کړ،د تاوان غوښتنه وکړه