د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د نوامبر په ۱۶مه په یوه راپور کې ویلي چې د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د مخونو د پېژندنې او د فلسطینیانو د انځورونو د شننې لپاره ۳.۵ میلیونه عکسونه د امازون کلاوډي پلیټ فارم ته پورته کړي وو.
ورځپاڼې د افشا شویو اسنادو او پوځي سرچینو په حواله ویلي چې دغه انځورونه د اسرائیلو د پوځ یوې داسې قطعې لخوا، چې د «رولینګ سټون» په نوم پېژندل کېږي، د تل ابیب ښار ته نږدې د امازون یوه معلوماتي مرکز ته لېږدول شوي وو.
د راپور له مخې، دغه قطعه چې په غزه او د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پراخ معلومات ساتي، امازون ته ویلي وو چې غواړي د دې شرکت له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ځواکمن انځوریز تحلیل خدمت، «ریکاګنیشن»، د مخونو د پېژندنې لپاره وکاروي.
په راپور کې زیاته شوې چې د اسرائیلو ځمکني برید وروسته، چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې یې د فلسطین پر خاوره پیل کړ، اسرائیلي ځواکونو په منظم ډول د هغو بې ځایه شوو فلسطینیانو عکسونه اخیستل چې په غزه کې له پوځي پوستو څخه تېرېدل.
د راپور له مخې، وروسته له دې ټکنالوژۍ څخه د اخیستل شویو انځورونو د اسرائیلو د پوځ له معلوماتي بانکونو سره د پرتله کولو لپاره کار اخیستل کېده، څو فلسطینیان وپېژني او هغه کسان په نښه کړي چې د «وسله والو» په توګه پرې شک کېده.
بیا دا ټیکنالوژي د اسرائیلو د پوځي ډیټابیسونو سره د عکسونو پرتله کولو لپاره کارول شوې ترڅو فلسطینیان وپیژني او هغه کسان چې د "وسله والو" په توګه پرې شک دی، په نښه کړي.






















