په ۲۰۰۴ کال کې په استانبول کې د ناټو د تاریخي سرمشریزې له کوربه توب وروسته، دا ځل تورکیه د "ناڅرګندتیاو په دوره" کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب کوي.
د ناټو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو ۳۶مه سرمشریزه، چې د تورکیې د پلازمینې انقرې په کوربه توب ترسره کېږي، د دغه ایتلاف او د نړۍ د امنیتي جوړښت د راتلونکي لپاره خورا حیاتي ارزښت لري.
تمه کېږي چې د انقرې سرمشریزه به نه یوازې د نړۍ د مشرانو د کوربه توب ځای وي، بلکې دا به یوه ډیپلوماټیکه صحنه وي چې په ناټو کې د تورکیې زیاتېدونکی وزن او ډیپلوماټیک ځواک نندارې ته وړاندې کړي.
وړاندوینه کېږي چې دغه سرمشریزه به په ورته وخت کې د تورکیې نظامي ونډه، دفاعي صنعت، د کړکېچ مدیریت وړتیا او د مشرتابه ډیپلوماسي په ډاګه کړي.
د لګښتونو یا مسوولیتونو شریکول (Burden sharing) د دې سرمشریزې یو له بنسټیزو اجنډاوو څخه دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ۳۲ هېوادونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او دفاع وزیران به په انقره کې سره راټول شي.
د ناټو غړو هېوادونو سربېره، د AP4 هېوادونه (آسټرالیا، جاپان، نیوزیلینډ او سویلي کوریا) به هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي، چې په دې سره به د یورو-اتلانټیک او انډو-پاسفیک (هند او ارام سمندر) امنیتي اجنډاوې پر یو مېز سره راټولې شي.
د دفاعي صنایعو فورم، چې په وروستیو ۳-۴ کلونو کې د ناټو د یوې غاړې (فرعي) غونډې په څېر ډیزاین شوی و، د لومړي ځل لپاره به د سرمشریزې د رسمي پروګرام برخه وګرځي.
همدارنګه د "استانبول د همکارۍ نوښت" په چوکاټ کې، چې په ۲۰۰۴ کال کې د استانبول په سرمشریزه کې پیل شوی و او قطر، بحرین، کویټ او متحده عربي امارات په کې شامل دي، د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه ځانګړې ناسته ترسره کېږي او د ناټو د استانبول د همکارۍ نوښت د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به جوړه شي.























