پولیسو مشکوک بریدګر د ۵۲ کلن راین ویلیس مک فارلنډ په توګه پېژندلی، چې وروسته یې د پولیسو سره د مخامخ کېدو پر مهال ځان وژلی دی.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د ایووا (Iowa) ایالت په مسکاټین ښار کې د پرله پسې ډزو په پېښو کې شپږ کسان ووژل شول. پولیسو وویل چې مشکوک بریدګر هم هغه مهال په خپله ډزه ځان وواژه چې کله پولیس ورسره مخامخ شول.
د مسکاټین د پولیسو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دا وژنې په دوو استوګنځایونو او یوې کاري سیمه (سوداګریز ځای) کې شوې دي. د پولیسو په وینا، څلور قربانیان په یوه کور کې مړه موندل شوي وو.
لومړنۍ موندنې ښیي چې دا ډزې د یوې کورنۍ شخړې له امله شوې دي. پولیسو ویلي، باور کیږي چې ټول وژل شوي کسان د بریدګر د کورنۍ غړي دي.
چارواکو ته د غرمې په شاوخوا ۱۲:۱۲ بجو د ډزو راپور ورکړل شو، او کله چې پولیس لومړي کور ته ورسېدل، هلته یې څلور کسان مړه وموندل. پولیسو مشکوک بریدګر د مسکاټین ښار اوسېدونکی ۵۲ کلن راین ویلیس مک فارلنډ پېژندلی دی. پلټونکو وویل چې هغه د پولیسو له رسېدو وړاندې له سیمې تښتېدلی و.
پولیسو هغه د سیند غاړې ته نږدې پر یوه پیاده پله وموند، چرته چې هغه له پولیسو سره د مخامخ کېدو پر مهال پر ځان ډزې وکړې او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.
تر دې وروسته، کشفي مامورینو ته داسې معلومات په لاس ورغلل چې ښودل یې ښايي نور قربانیان هم وي. هغوی په پایله کې دوه نور نارینه هم وموندل چې د مرمیو په ډزو وژل شوي وو. یو قرباني په یو بل جلا کور کې او بل یې په نږدې کاري ځای کې وموندل شو.
د پولیسو په وینا، په دې اړه څېړنې لا هم په شدت سره روانې دي او مامورین د پېښې د ځایونو په ارزونه او له شاهدانو سره په مرکو بوخت دي.






















