نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د ستراتیژیک اوبتل توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
چین ویلي چې له یو اوبتل څخه یې د ستراتیژیک توغندي ازموینه "په بریالیتوب سره ترسره کړې"، دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې یې د ارام سمندر یو شمېر هیوادونو ته د دې پلان شوې ازموینې خبر ورکړی و.
چین د ستراتیژیک اوبتل  توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
چین د ستراتیژیک اوبتل توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه


دا د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې ارام سمندر ته د بین البراعظمي بالستیک توغندي (ICBM) له توغولو وروسته د بیجینګ لخوا دویمه ستراتیژیکه توغندیزه ازموینه ده.

چین ویلي چې له یو اوبتل څخه یې د ستراتیژیک توغندي ازموینه "په بریالیتوب سره ترسره کړې"، دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې یې د ارام سمندر یو شمېر هیوادونو ته د دې پلان شوې ازموینې خبر ورکړی و.

دولتي خبري اژانس، شینهوا راپور ورکړی: "د چین د خلکو د ازادۍ بخښونکي پوځ سمندري ځواک د دوشنبې په ورځ د یو اوبتل په واسطه د ستراتیژیک توغندي ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړه."

دا توغندی د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې ارام سمندر ته د بین البراعظمي بالستیک توغندي (ICBM) له توغولو وروسته د چین دویمه ستراتیژیکه ازموینه ده؛ تر هغه وړاندې چین په ۱۹۸۰ کال کې دا ډول ازموینه کړې وه.

د دوشنبې په ورځ وختي، په استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان کې رسنیو راپور ورکړ چې حکومتونو ته یې د بیجینګ لخوا په سويلي ارام سمندر کې د اټومي وړتیا لرونکي لیرې واټن ویشتونکي توغندي د نږدې کېدونکې ازموینې په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د استرالیا د نشراتي شرکت (ABC) د معلوماتو له مخې، د سټاربورډ (Starboard) په نوم د سمندري استخباراتو شرکت د سپوږمکۍ عکسونه خپاره کړي چې په ارام سمندر کې د چین دوه تعقیبي کښتۍ ښیې؛ اټکل کیږي چې دغه کښتۍ د بالستیک توغندي د ازموینې څارنه کوي.

چین دغه ازموینه څو ساعته وروسته له هغه تایید کړه چې استرالیا له خپل ګاونډي هیواد فیجي سره یوه مهمه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه.

د سیمې د بې ثباته کېدو په اړه اندېښنې

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پیني وانګ خبریالانو ته وویل: "استرالیا چین ته په ښکاره ویلي چې موږ دا کار د سیمې لپاره بې ثباته کوونکی ګڼو."

نیوزیلنډ هم خپله اندېښنه څرګنده کړې. د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز وویل چې د "اټومي وړتیا لرونکي" لیرې واټن ویشتونکي توغندي توغول "د سیمه ییز ثبات سره په ټکر کې دي."

پیټرز په یوه بیان کې وویل: "ارام سمندر د سولې سمندر دی، او موږ په سويلي ارام سمندر کې د چین لخوا د اټومي وړتیا لرونکو وسلو په ازموینه ژوره اندېښنه لرو."

جاپان وویل چې له بیجینګ څخه یې په کلکه غوښتي و چې پر دغې توغندیزې ازموینې بیا کتنه وکړي.

د جاپان حکومت د توغندي له توغولو وړاندې په یوې بیانیه کې ویلي وو: "موږ په کلکه وغوښتل چې د بالستیک توغندي پر ازموینې بیا فکر وشي، ترڅو د جاپان امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي، په ځانګړې توګه د جاپان له هوايي حریم څخه د تېرېدو له امله."

 

وپلټۍ
د تورکیې د ولسمشر مرستیال یلماز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
ډېر وخت کېناستل له سرطان څخه د مړینې خطر زیاتوي
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
د ایران د ترور شوي ستر رهبر علي خامنه يي جنازه د مخه ښې مراسمو لپاره تهران ته ورسېده
د قطر امیر د سوریې له ولسمشر سره د امریکا او ایران د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله  ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي
لبنان: له اسرائیلو سره د امریکا په ملاتړ جوړ شوی چوکاټ د مذاکراتو نقشه ده، نه د سولې تړون
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې دفاعي صادرات ۱۱ میلیاردو ډالرو ته نږدې شول؛ پر ناټو متحدینو پلور زیات شوی