د تاجکستان د انرژۍ وزیر ویلي چې هېواد یې د تېلو شاوخوا ۶۰ ورځو ذخیرې لري او په روسیه کې د تېلو د سخت کمښت له امله له نږدې هېوادونو سره د راتلونکو اکمالاتو په اړه په خبرو بوخت دی.
دا خبر د امریکا لخوا د تمویل کېدونکي نشراتي ارګان "آر ایف اي/ آر ایل" (RFE/RL) سیمه ییزې څانګې د جمعې په ورځ ورکړی دی.
راډیو ازادي د وزیر "ډیلر جمعه" له قوله ویلي: "له روسیې څخه تاجکستان ته د ځینې ډول پټرولیم محصولاتو صادرات دوام لري. په ورته وخت کې، ځینې ستونزې لا هم شتون لري."
دغې رسنۍ د وزیر په حواله زیاته کړې چې تاجکستان له قزاقستان، ترکمنستان، عراق، ایران او بیلاروس سره کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د اړتیا وړ تېل ترلاسه کړي.
تاجکستان چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس لري او له چین او افغانستان سره سرحد لري، د تېلو د اکمالاتو لپاره تر ډېره پر روسیې متکي دی او له دغه هېواد سره نږدې متحد دی.
مسکو پدې میاشت کې د ډیزلو پر صادراتو بندیز ولګاوه. دا اقدام د روسیې د تېلو د تصفیه خانو پر وړاندې د اوکراین د ډرون بریدونو د زیاتوالي له امله د تولید په کچه کې د پام وړ کمښت په پایله کې شوی دی، چې له امله یې هغه هېوادونه چې له روسیې څخه تېل واردوي، د کمښت له ګواښ سره مخ دي.
په وروستیو اونیو کې په منځنۍ اسیا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي، ځکه چې دغو بریدونو په روسیه کې د تېلو د رسولو سخت بحران رامنځته کړی او د دغه هېواد په ټولو ۱۱ واټني وختونو (Time zones) کې یې د کمښت لامل شوی دی.
قرغیزستان، د منځنۍ اسیا یو بل پخوانی شوروي جمهوریت چې په شمال کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، ویلي چې د روسیې د تېلو د کمښت په ترڅ کې یې د تېلو د اکمال لپاره له بیلاروس او چین سره هوکړې ته رسېدلی دی.


















