اروپايي سیاستوال په ساکسوني-انهالټ ایالت کې د یکشنبې په ورځ د افراطي ښي اړخي ګوند "جرمني لپاره بدیل" (AfD) د بریا د اغېزو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي. دوی خبرداری ورکوي چې دا پایله نه یوازې په جرمني کې، بلکې تر جرمني هاخوا هم اغېزې درلودلی شي او په ټوله اروپا کې د پاپولېسټو (ولس غولوونکو) او افراطي ښي اړخو ځواکونو ډېرېدونکی قوت ښيي.
د یکشنبې په ټاکنو کې AfDد جرمني لپاره بدیل ګوند ۴۳.۸ سلنه رایې او د دغه ایالت د پارلمان له ۸۳ څوکیو څخه ۳۹ یې وګټلې، چې دا د دوی د تېرو پایلو په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. دغه ګوند د لومړي وزیر "فریدریش مېرز" د مسیحي ډیموکراتیک اتحاد (CDU) څخه ډېر مخکې و، چې هغوی یوازې ۱۷.۲ سلنه رایې ترلاسه کړې. که څه هم AfD د بشپړ اکثریت له ګټلو لږ وروسته پاتې شو، خو دا بریا د جرمني په ایالتي ټاکنو کې د دغه ګوند تر ټولو پیاوړې کارکردګي بلل کېږي.
اوسمهال AfDد جرمني لپاره بدیل ګوند په ملي کچه د جرمني تر ټولو مشهور ګوند دی او هڅه کوي خپله اجنډا پلې کړي؛ په دې اجنډا کې پر کډوالۍ سخت محدودیتونه، له روسیې سره د اړیکو بیا رغونه، له اوکراین سره د مرستو کمول او له "ایرو" (Euro) واحدې پیسې څخه وتل شامل دي.
د جرمني ټولو اصلي او دودیزو ګوندونو له AfD سره له کار کولو ډډه کړې ده. د جرمني د کورني امنیت ادارې دغه ګوند د یو "ښي اړخي افراطي" ګوند په توګه طبقه بندي کړی دی.
په فرانسه کې، د مالیې وزیر "رولان لسکور" دا پایله یو "خورا د اندېښنې وړ سیګنال" وباله او دا یې په نړیواله کچه د پاپولېزم له پراخېدو سره وتړله. هغه وویل: "دا په ښکاره ډول یو خورا، خورا د اندېښنې وړ پیغام ورکوي." د اروپا د چارو وزیر "بینجامین هداد" دا پایله د اروپا لپاره یو "سخت او جدي وخت" وباله او ویې ویل چې اصلي سیاستوال باید د رایه ورکوونکو اندېښنو ته د نشنلېزم (ملتپالنې) یا پردي دښمنۍ له کارولو پرته ځواب ووایي.
په پولنډ کې، لومړي وزیر "ډونالډ ټوسک" تر دې هم سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې "یوازې احمقان یا خاینان" کولی شي د AfD پر دې بریا خوشحاله شي. د هغه اشاره په ځانګړي ډول د پولنډ د اپوزیسیون هغو غړو ته وه چې د جرمني د دغه ګوند د پایلو هرکلی یې کړی و.
د چک جمهوریت لخوا هم خبرداری ورکړل شوی دی. اپوزیسیون سیاستوال "ویت راکوسان" د AfD پر بریا اندېښنه وښوده او ویې ویل چې ډیموکراتیک ګوندونه باید ټولنیز او اقتصادي مسایل په اغېزمنه توګه حل کړي ترڅو د پاپولېسټو ځواکونو د لا مخکې تګ مخه ونیول شي. راکوسان وویل: "په ساکسوني-انهالټ کې د AfD بریا ښيي چې دا څومره خطرناکه ده کله چې ډیموکراتان د کډوالۍ او نورو مهمو ټولنیزو مسایلو ډګر پاپولېسټو ته پرېږدي."
دا به له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل وي چې یو افراطي ښي اړخی ګوند په ایالتي کچه واک ته دومره نږدې کېږي. که AfD په حکومت کې برخه واخلي او که نه، دا پایله د "مېرز" لپاره یو سخت ګوزار دی، ځکه د هغه منځلاري ښي اړخي ګوند له ۲۴ کلونو راهیسې د ساکسوني-انهالټ مشري کوله.


















