روسي او اوکرایني مذاکره کوونکي وروستی ځل د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په جنیوا کې د امریکا په منځګړیتوب په خبرو کې سره لیدلي وو، خو د مځکنۍ بشپړتیا او خاورې پر سر د یوې پېچلې موضوع په اړه هوکړې ته ونه رسېدل. له هغه وخت راهیسې خبرې اترې بیا نه دي پیل شوې.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې روسیه "د درې اړخیز فارمټ د بیا پیلولو احتمال نه ردوي، خو په دې مرحله کې د خبرو د ځای یا دقیقو نېټو په اړه څه ویل لا وختي دي."
ویټکوف او کوشنر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې هڅې په لړ کې د اونۍ په پای کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل.
د اوکراین د جمهوري ریاست یوې جګپوړې سرچینې فرانس پریس خبري اژانس (AFP) ته ویلي چې دغو دوو کسانو د جګړې د پای ته رسولو لپاره "ډېر اغېزمن" وړاندیزونه وړاندې کړي دي؛ خو تر اوسه نه مسکو او نه هم کییف د کوم ښکاره پرمختګ اعلان کړی دی.
دا څلور نیم کلنه جګړه د لسګونو زرو سرتېرو او ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوې ده.
د مذاکراتو بهیر لا هم د اوکراین په ختیځ کې د ډونباس سیمې د موضوع له امله له خنډ سره مخ دی؛ دا هغه سیمه ده چې روسیه یې په بشپړ ډول نه کنټرولوي خو د سولې د هر ډول تړون د یوې برخې په توګه یې د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.



















