سپاه پاسداران ویلي چې که "یرغلګر امریکایي پوځ" دغې ستراتیژیکې اوبلارې ته نږدې شي، په نښه به یې کړي.
د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو (سپاه پاسداران) د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که امریکایي ځواکونه د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو یا داخلېدو هڅه وکړي، دوی به یې په نښه کړي. دې چارې په سیمه کې لا دمخه موجود کړکېچ نور هم زیات کړی دی.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې، چې د دغه هېواد دولتي ټلویزیون خپره کړې، ویلي: "موږ خبرداری ورکوو چې هر ډول بهرني وسله وال ځواکونه، په ځانګړې توګه یرغلګر امریکایي پوځ، که د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو یا داخلېدو هڅه وکړي، برید به پرې وشي."
د اعلامیې له مخې، په تنګي کې هر ډول خوندي تګ راتګ او بېړۍ چلول باید "په هر ډول شرایطو کې" له تهران سره په همغږۍ ترسره شي. سپاه پاسداران له کښتیو او ټانکرونو هم وغوښتل چې له مخکینۍ همغږۍ پرته له دې اوبلارې څخه د تېرېدو له هر ډول هڅې "ډډه وکړي"، او خبرداری یې ورکړ چې داسې کول د دوی امنیت له خطر سره مخ کولی شي.
تر دې وړاندې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی و چې ځواکونه به یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د " ازادۍ پروژه " تر نامه لاندې د هغو سوداګریزو کښتیو "ملاتړ وکړي چې غواړي په ازاد ډول تګ راتګ وکړي."
سینټکام په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: "د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونه به د مې په ۴مه د هرمز له تنګي څخه د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ د بیا رغولو لپاره د 'پروژه ازادي' ملاتړ پیل کړي."
په سیمه کې کړکېچ د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته هغه مهال خورا زیات شو چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه وکړل، چې ورپسې تهران په خلیج کې د اسرائیلي اهدافو او د امریکا د متحدینو په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل. له بلې خوا، واشنګټن د اپریل له ۱۳مې راهیسې په دغه ستراتیژیکه اوبلاره کې پر ایراني کښتیو سمندري محاصره لګولې ده.
د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب د دوه اونیو لپاره اوربند اعلان شوی و او د اپریل په ۱۱مه په اسلام اباد کې خبرې وشوې، خو مذاکرات د یوې تلپاتې هوکړې په رامنځته کولو کې پاتې راغلل. ټرمپ وروسته د پاکستان په غوښتنه دا اوربند وغځاوه، خو د پای ته رسېدو نوې نېټه یې اعلان نه کړه.
د ایران دا ګواښ د ابراهیم عزیزي له مخکیني خبرداري وروسته کیږي. د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي و: "د هرمز تنګي په نوي سمندري رژیم کې د امریکا هر ډول لاسوهنه به د اوربند سرغړونه وګڼل شي."
هغه دا نظر رد کړ چې ګواکې دا اوبلاره دې د واشنګټن لخوا اداره شي او ویې ویل چې د هرمز تنګی او فارس خلیج به "د ټرمپ د خیالي پوسټونو له لارې اداره نشي."









