نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د هرمز له تنګي څخه د بندو کښتیو د تیرولو لپاره " ازادۍ پروژه " پیل کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکایي کښتۍ به د دوشنبې له سهار څخه د هرمز له تنګي څخه د بهرنیو بندو  کښتیو په خوندي ډول د تیرولو په خاطر د بدرګې  کار پیل کړي.
امریکا د هرمز له تنګي څخه د بندو کښتیو د تیرولو لپاره " ازادۍ پروژه " پیل کړه
امریکا د هرمز له تنګي څخه د بندو کښتیو د تیرولو لپاره " ازادۍ پروژه " پیل کړه / AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکایي کښتۍ به د دوشنبې له سهار څخه د هرمز له تنګي څخه د بهرنیو بندو  کښتیو په خوندي ډول د تیرولو په خاطر د بدرګې  کار پیل کړي.

ټرمپ دا هڅه یو "بشري اقدام" وباله او دغه نوښت ته یې د " ازادۍ پروژه" نوم ورکړ. هغه وویل چې ډېرې بندې پاتې شوې کښتۍ د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

ولسمشر ټرمپ د اسرائیلي رسنۍ "کان نیوز" (Kan News) سره په خبرو کې وویل چې ده د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ایران وروستی وړاندیز څېړلی او هغه یې "د نه منلو وړ" موندلی دی. سره له دې چې دا وړاندیز رد شوی، خو امریکا د یکشنبې په ورځ د تهران د وروستي ۱۴ ماده ییز وړاندیز په ځواب کې د هوکړې یوه نوې اصلاح شوې مسوده وړاندې کړه.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ  تایید کړه چې ځواکونه به یې د مې په ۴مه د بېړۍ چلولو د ازادۍ د بیا رغولو لپاره د "پروژې ازادي" ملاتړ پیل کړي. دغه ماموریت د لارښود توغندیو ویجاړونکو کښتیو، له ۱۰۰ څخه د زیاتو الوتکو او ۱۵۰۰۰ پوځي منسوبینو لخوا پیاوړی شوی دی.

د سینټکام قوماندان اډمیرل براډ کوپر وویل: "د دې دفاعي ماموریت لپاره زموږ ملاتړ د سیمې د امنیت لپاره اړین دی،" هغه دا هم یادونه وکړه چې امریکا خپله سمندري محاصره ساتلې ده.

په هرمز کې د کړکېچ زیاتوالی
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو (UKMTO) راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو د فجیره ښار په ۱۲۵ کیلومترۍ کې یو تېل وړونکې کښتۍ د نامعلومو توغندیو لخوا ویشتل شوې ده. که څه هم د کښتۍ ټوله عمله خوندي ده، خو د برید سرچینه لا هم معلومه نه ده.

د ټرمپ د وروستي اعلان په ځواب کې، د ایران د ملي امنیت کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي خبرداری ورکړ چې د هرمز په اوبو کې د امریکا هر ډول لاسوهنه به د اوربند سرغړونه وي. هغه د واشنګټن وړاندیز شوی رول رد کړ او ویې ویل چې دغه تنګی به د ټرمپ د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له لارې اداره نشي.

وپلټۍ
امریکا د ایران د جګړې پر سر د اختلاف له امله،له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري باسي
امریکا پر اسرائیلو،عربي متحده اماراتو، کویټ او قطر  د ۸ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو وسلو خرڅلاو منظور کړ
له غزې سره د مرستو له کاروان څخه تښتول شوي تورکي وګړي په یوې ځانګړې الوتکه کې بېرته تورکیې ته ستنېږي
ټرمپ د عراق نوي نومول شوي لومړي وزیر 'الزیدي' ته مبارکي وویله او هغه ته يي امریکا ته بلنه ورکړه
په آلمان کې د ښي اړخو تاوتریخوالی په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی
د سینټکام  مشر ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د "وروستي ګوزار" د بریدونو انتخابونه وړاندې کړل
د ټرمپ ادارې چارواکی: له ايران سره د امریکا جګړه له ۶۰ ورځني مهلت مخکې "پای ته رسېدلې" ده
ایران خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړل،ټرمپ په کانګرس کې د جګړې د واکونو له ضرب الاجل سره مخ دی
د FBI پخوانی مشر جیمز کومي تسلیم او ټرمپ ته د ګواښ په تور محکمې ته حاضر شو
د لیبیا سرې میاشتې ټولنې د کډوالو له کښتۍ څخه ۱۷ جسدونه راویستل
امریکا له منځني ختیځ څخه خپله یوه له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه بېرته باسي
ټرمپ: د امریکا او ایران روانې خبرې به د ټیلیفوني له لارې ترسره شي
برېتانیا د مسکو د پرېکړې په ځواب کې یو روسي ډیپلومات له هیواده د شړولو پریکړه وکړه.
مېرز د ټرمپ پر وړاندې لهجه نرمه کړه  او  خبرداری یې ورکړ چې د ایران جګړه اروپا ته زیان رسوي
غیرقانوني اسرائیلي مېشت‌ځای وال له خپلو ځمکو د فلسطینیانو د شړلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي کار اخلي