د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې استازي یې له ایران سره په "خورا مثبتو" خبرو بوخت دي او د ده په باور دا خبرې "د ټولو لپاره د خورا مثبتو پایلو" لامل کیدی شي.
ټرمپ دا اعلان هم وکړ چې امریکایي کښتۍ به د دوشنبې له سهار څخه د هرمز له تنګي څخه په خوندي ډول د بهرنیو بندو پاتو کښتیو ایستل پیل کړي. ټرمپ دغه سمندري نوښت ته د " ازادۍ پروژه نوم ورکړی او هغه یې د هغو هېوادونو په وړاندې یو "بشري اقدام" بللی چې په داسې یوه جګړه کې ښکېل شوي چې دوی پکې هیڅ برخه نه درلوده.
هغه وویل چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کښتیو په دې اوبو کې له بند پاتې کېدو وروسته له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ډیپلوماټیکې لهجې بدلون
ټرمپ وویل: "د متحده ایالاتو سمندري ځواک به خپله 'تر ټولو زیاته هڅه' وکړي ترڅو دا کښتۍ او عملې یې له دې محدودې لارې څخه په لارښوونه وباسي،" ده زیاته کړه چې ډېرې بندې پاتې شوې کښتۍ د خوړو او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.
که څه هم په دغه سمندري ماموریت کې دا خبرداری شامل دی چې هر ډول لاسوهنې سره به "په زور او کلکه چلند" وشي، خو اوس مهال تمرکز د ډیپلوماټیک پرمختګ احتمال ته اوښتی دی. ټرمپ دا اقدام د امریکا او د منځني ختیځ د هېوادونو په استازیتوب د ښه نیت یوه نښه بللې او په دې هڅو کې یې په ځانګړي ډول ایران هم شامل کړی دی.
د امریکا ولسمشر خپلو استازو ته لارښوونه کړې چې هغو هېوادونو ته خبر ورکړي چې د دوی بندې پاتې شوې کښتۍ به خوندي ځای ته ورسول شي او تر هغه وخته به بېرته دغه ځای ته رانه شي چې دا سیمه د بېړۍ چلولو لپاره خوندي نه وي بلل شوې.











