کیف سمندري تاسیسات او د تیلو ټانکرونه په نښه کوي، په داسې حال کې چې دواړو لورو په سلګونو ډرونونه توغولي دي؛ دا په جګړه کې د کړکېچ د سختېدو ښکارندویي کوي او د ډیپلوماټیک حل کومه نښه نه ښکاري.
اوکراین د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی پر څو روسي کښتیو، په شمول د کروز توغندیو د یوې لېږدونکې کښتۍ او دریو تیلو ټانکرونو برید کړی، په داسې حال کې چې دواړو لورو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پراخ بریدونه تبادله کړي چې لږ تر لږه اته کسان پکې وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د لنینګراډ په سیمه کې د پریمورسک په بندر کې یو په توغندیو سمباله کښتۍ او همدارنګه د "سیوري فلیټ" هغه ټانکرونه په نښه کړي چې د بندیزونو لاندې تېل انتقالوي.
هغه خبرداری ورکړ چې که مسکو خپل برید ته دوام ورکړي، کیف به د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه شدید کړي. زیلینسکي وویل: "روسیه کولی شي په هره شیبه کې خپله جګړه پای ته ورسوي. د جګړې اوږدېدل به یوازې زموږ د دفاعي عملیاتو کچه پراخه کړي."
روسي چارواکو د برید څخه وروسته په پریمورسک بندر کې د اور لګېدنې پخلی کړی، که څه هم د زیان کچه لا روښانه نه ده.
د کړکېچ په زیاتېدو سره د سلګونو ډرونونو توغول
دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د بې پیلوټه الوتکو جګړه په ناڅاپي ډول زیاته شوې او دواړو لورو په یوه ورځ کې په سلګونو ډرونونه توغولي دي. د اوکراین هوايي ځواک وویل چې روسیې تېره شپه ۲۶۸ ډرون او یو بالستیک توغندی توغولی، بلخوا مسکو ادعا کړې چې کیف د روسیې د خاورې په لور ۳۳۴ ډرونونه توغولي دي.
د دواړو لورو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی. په اوکراین کې د اودیسا، خیرسون او دنیپرو په سیمو کې په بریدونو کې څلور کسان وژل شوي، چیرې چې یو اپارتمان سخت زیانمن شوی دی. په روسیه او د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې هم څلور نور کسان وژل شوي چې یو تنکی ځوان هم پکې شامل دی.
دا جګړه چې اوس څلورم کال ته داخله شوې، ورځني هوايي بریدونه پکې په داسې حال کې شدید شوي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي. کیف وايي د روسیې پر خاوره بریدونه یې د اوکراین پر ښارونو د پرله پسې بریدونو غچ دی، خو مسکو بیا د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.













