منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
د الجزیرې میډیا شبکې له نړیوالې ټولنې او حقوقي بنسټونو غوښتي چې هغه اسرائیلي چارواکي مجازات کړي چې په غزه کې یې د دې شبکې د خبریالانو او کارکوونکو پر وړاندې جرمونه کړي دي، چې وروستۍ پېښه یې د کامره مین احمد وشاح وژل دي.
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه

دغه شبکه وايي، په مرکزي غزه کې د اسرائیلو په یو برید کې د کامره مین احمد وشاح له وژل کېدو وروسته به قانوني اقدامات تعقیب کړي.

د الجزیرې میډیا شبکې له نړیوالې ټولنې او حقوقي بنسټونو غوښتي چې هغه اسرائیلي چارواکي مجازات کړي چې په غزه کې یې د دې شبکې د خبریالانو او کارکوونکو پر وړاندې جرمونه کړي دي، چې وروستۍ پېښه یې د کامره مین احمد وشاح وژل دي.

شبکې ټینګار کړی چې نیت لري د دغو جرمونو عاملین تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

دا څرګندونې د شبکې په هغې اعلامیه کې شوې چې په مرکزي غزه کې د "البریج" کډوالو په کمپ کې پر یو کور د اسرائیلو په برید کې د الجزیره مباشر د کامره مین له وژل کېدو وروسته خپره شوې ده.

شبکې ویلي چې د وشاح وژنه غندي او زیاته کړې یې ده چې د هغه ورور، محمد وشاح، چې د الجزیره مباشر خبریال و، دوه میاشتې وړاندې د اسرائیلو په برید کې وژل شوی و.

اعلامیه زیاتوي چې د احمد په وژل کېدو سره، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د الجزیره میډیا شبکې د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د قانوني تعقیب ژمنه

شبکې "په غزه کې د خپلو خبریالانو او کارکوونکو په وړاندې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د جرمونو دوام" وغانده.

دې شبکې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او اړوندو حقوقي بنسټونو وغوښتل چې په دغو سختو جرمونو کې د ښکېلو اسراییلي چارواکو د مجازات کولو لپاره عاجل عملي ګامونه پورته کړي او د خبریالانو د په نښه کولو د مخنیوي لپاره مخنیوي کوونکي میکانیزمونه رامنځته کړي.

الجزیره ټینګار وکړ چې د جرمونو د عاملینو د تعقیب لپاره به ټول قانوني اقدامات ترسره کړي او زیاته یې کړه چې په غزه کې به د پېښو پوښښ ته دوام ورکړي، سره له دې چې اسراییلي پوځ هڅه کوي د حقیقت غږ غلی کړي او په دوامداره توګه هغه خبریالان او عکاسان په نښه کوي چې له دې شبکې سره کار کوي.

په غزه کې د حکومتي رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نیټې راهیسې چې په غزه کې د اسرائیلو جګړه پیل شوې، ۲۶۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي، چې دا په نړۍ کې د شخړو پر مهال د خبریالانو د په نښه کولو یو له تر ټولو لوړو کچو څخه ده.

د می په ۳مه په یوه اعلامیه کې دغه دفتر وویل چې د دوی د ارزونې له مخې، دا شمېرې یوه منظمه تګلاره ښيي چې هدف یې د فلسطین د غږ غلي کول او نړۍ ته د حقایقو د رسېدو مخنیوی دی.

 

وپلټۍ
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې
فلسطینۍ کمیټې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د کلیسا د ځمکې غصب کول وغندل
د تورکیې او اسپانیا د دفاعي صنایعو ترمنځ په پاریس کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
شهباز شریف : ایران به سمدستي هرمز تنګي پرانیزي او امریکا به سمندري محاصره پایته ورسوي
د لبنان په سویل کې د یوې چاودنې له امله یو اسرائیلي سرتيری وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د مسکو ښاروال وايي اوکراین په پلازمینه  مسکو د ډرون بریدونه کړی دی.
د امریکا او ایران د هوکړې تخنیکي مسلې لا هم نه دي حل شوي
حماس او منځګړي د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه "پراخې اجماع" ته ورسېدل
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په کازان کې له ولادیمیر پوتین سره وکتل
د ټرمپ او پزشکيان له خوا د هوکړې له لاسليک وروسته د امریکا او ایران تفاهم ليک په رسمي ډول نهایي شو
روټې ټینګار کوي چې د ځواکونو په وېش کې له بدلون سره سره امریکا لا هم ناټو ته پوره ژمن دی
د بخښنې نړیوال سازمان: په لبنان کې د اسرائیلو لخوا د ډله ییزو بې ځایه کولو امرونه جنګي جرمونه دي